تازه خبرونه

اندونیزیا د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ ښکاره کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې په کابل کې له خپل افغان سیال سره د لیدو پر مهال له افغانستان سره د سولې په ټينګښت کې د مرستې ژمنه کړې او وایي، چې هېواد به یې له کابل سره د سولې په برخه کې د ښه همکار په توګه رول ولوبوي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسیدي د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې هېواد یې تیار دی له افغانستان سره د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي.

هغې زیاته کړې؛ اندونیزیا د دوه اړخیزو همکاریو له مخې د سیمې په کچه تیار دی، چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکاري وکړي. مونږ د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین ربانی وايي، چې د اندونیزیا د سولې په اړه ښه تجربه لري او د یو مسلمان هېواد په توګه، چې د مسلمانانو شمېر هم په کې ډېر دی؛ د افغانستان د سولې په ټینګښت کې اغېزمن رول لوبولی شي.

اغلې مرسیدي د افغانستان د سولې عالي شورا له رييس څخه وغوښتل، چې اندونیزیا ته سفر وکړي او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره یې دغه هېواد پر مالي مرسته د یو روغتیایي مرکز د جوړولو هوکړه هم لاسلیک کړې ده.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره په داسې حال کې کابل ته راغلې، چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې دغه هېواد تیاری ښودلی، چې طالبانو ته په خپل هېواد کې سیاسي دفتر پرانیزي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version