تازه خبرونه

انس حقاني او محمد یعقوب مجاهد په اماراتو کې له افغانانو سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۴, ۱۴۰۱)

د یکشنبې پر ورځ په عربي متحده اماراتو کې د ملي دفاع وزیر او د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني د اماراتو له رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د امنیت، سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ او بشري مسایلو په برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا او ګډې همکارۍ خبرې وکړې.

تېره ورځ ناوخته ملا محمد یعقوب مجاهد، انس حقاني او ورسره مل پلاوي یې په عربي متحده  اماراتو کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره وکتل او هغوی یې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.

مجاهد له افغانانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د عربي متحده اماراتو له لوړپوړیو چارواکو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه کولو او د افغانانو پر وړاندې د شته ننګونو د اواري په اړه خبرې وکړي.

هغه وایي: که د ویزې ستونزه وي، د الوتنو ستونزې وي او یا د بندیانو ستونزه وي؛ مونږ به له اړوند چارواکو سره ووینو. حتا که په افغانستان کې دننه ستونزې وي. د بېلګې په توګه د پاسپورت ستونزې او یا نورې ستونزې. زه به هڅه وکړم، چې له ځنډ پرته دې ستونزو ته له خپل وس سره سم چلند وکړم.

هغه څرګنده کړې؛ مونږ باید له خپل ذهن څخه تبعیض لرې کړو؛ د نوي نسل په ذهنونو کې مونږ باید په یاد ولرو، چې ټول توکمونه د افغانستان اتباع دي او په افغانستان کې حقوق لري.

د مجاهد په وینا، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او دا، چې افغانان باید په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او مونږ ټول باید د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلو.

د افغانستان د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني، چې په عربي متحده اماراتو کې دی؛ په دوبۍ کې مېشتو افغانانو ته ویلي، چې د اسلامي امارت د سفر موخه د دوی د ستونزو اوارول دي.

هغه وویل: اسلامي امارت پر اوږدمهاله پلانونو کار کوي؛ مونږ د الله په فضل او ملاتړ افغانستان جوړوو.

د هغه په ​​وينا، افغانستان اوس له جګړې راوتلى او په هېواد کې امنيت دى.

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ویلي چې دغه پلاوی به د اماراتو له مشرتابه سره په یو لړ مسایلو خبرې وکړي.

متحده عربي اماراتو ته د اسلامي امارت د پلاوي له سفر سره هممهاله پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم اماراتو ته تللی او ابوظبي ته د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي توماس ویست د اته ورځني سفر راپورونه هم خپاره شوي دي.

Trending

Exit mobile version