سیمه ییز خبرونه

انقره به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان، پاكستان او تركيې د اتمې درې اړخيزې ناستې كوربه وي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر حامد كرزى د يوه جګپوړري دولتي پلاوي په مشرۍ تركيې ته روان شو. انقره به د چهارشنبې په ورځ ( د سلواغی ۲۳ ) د افغانستان، پاكستان او تركيې د اتمې درې اړخيزې ناستې كوربه وي، د تركيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر عبدالله ګل به له خپل افغان سيال حامد كرزي او د پاكستان له لومړي وزير نوازشريف سره وګوري او د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران، پوځي چارواكي، او سوداګر  به هم په بېلابېلو ناستو كې سره وګوري.

په داسې حال كې، چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو د وتو نېټه را نږدې كېږي، د افغانستان، تركيې او پاكستان جګپوړي چارواكي په انقره كې د سيمې او افغانستان پر روان حالت خبرې كوي.

له ۲۰۰۷ ميلادي كال را په دېخوا د درې واړو هېوادونو تر منځ درې اړخيزې ناستې پېل شوي، د افغانستان او سيمې پر حالاتو خبرې، اقتصادي او پارلماني همكارۍ او د آسيا د زړه هېوادونو تر منځ د باور فضا را منځته كول د دې ناستو موارد بلل  شوي دي.

فايق واحدي د افغان ولسمشر د وياند مرستيال وایي، ولسمشر كرزى به يو ځل بيا له ترهګرۍ سره په مبارزه كې د پاكستان د جدي همكاريو غوښتنه وكړي.

خو آيا پاكستان په وروستيو ۱۲ كلونو كې د افغانستان پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل كړى.

د تركيې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه كې راغلي، د درې اړخيزې ناستې موخه د درې واړو هېوادونو تر منځ د څو اړخيزو همكاريو  پر مخ بيول دي، څو ښه راتلونكې ولري.

Trending

Exit mobile version