تازه خبرونه
انور: خلک د بېچارۍ له امله صحرایي محکمو ته ورځي
د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور وايي چې یو شمیر کسان له ناچارۍ او د کاري پیچلیو او اوږدو پړاوونو له کبله د طالبانو صحرایي محاکمو ته غاړه ږدي.
هغه د خپل سل ورځني کاري پلان په وړاندې کولو کې دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې په سلو ورځو کې به د سیاسي احزابو او ټولنیزو سازمانونو کړنلارې هم ور ارزوي او سل تقنیني سندونه به وروستي کړي.
نوموړي ټينګار وکړ چې په اونۍ کې یوه ورځ د خلکو شکایتونو او عریضو ته ځانګړې کوي.
ښاغلی انور وايي چې په سلو ورځو کې به د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو جوازونه هم و ارزوي.
نوموړی د فساد د جرړو د ایستلو په هکله هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په ځینو مواردو کې له ناچارۍ څخه یو شمیر کسان د وسلوالو مخالفینو صحرایي محکمو ته ورځي.
ښاغلي انور زیاته کړه چې په محاکمو کې مدافع وکیل ته د تورنو کسانو د لاسرسي د پروګرام د پراخولو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې تورنو کسانو ته به د حقوقي سلا مشورو زمینه برابره کړي.