بی بی سی پښتو

انټرنېټي طبابت؛ ‘هم یې دنده راکړه، هم یې له ژور خپګان وژغورلم’

Published

on

(Last Updated On: زمری ۴, ۱۴۰۰)
Dr Anum Ahmed
ډاکټر انوم احمد ناروغان درملوي.

ټولنیز خنډونه او ستوغ کاري ساعتونه د دې لامل کېږي چې پاکستان کې ډېرې ښځینه ډاکترانې تر واده وروسته روغتونونو کې کار پرېږدي، خو اوس چې د کورونا وېروس وبا روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا ډېره کړې، داسې ګڼې ښځینه ډاکترانې بېرته له انلاین لارې د روغتیايي خدماتو ډګر او کاري ځواک ته راګرځېدلې دي.

له لرې درملنه یا د (ټیلي مېډیسن) خدمات له کلونو راهیسې نړۍ کې کارېږي، خو د کوویډ اوسنۍ وبا دې ټیکنالوجۍ ته تقاضا په بې ساري ډول لوړه کړې ده.

پاکستان کې د سارا سعید خرم په نوم ډاکتره وايي “یوه میندواره ډاکتره چې د کوویډ-۱۹ ناورغانو درمنله یې کوله، له زیږون ۲۴ ساعته وروسته بېرته کار ته راوګرځېده. غوښتل یې خدمت وکړي. دا هر څه انلاین پلټفارمونو ممکن کړل.”

اغلې خرم د “صحت کهاني” په نوم د ډیجیټل روغتیايي خدماتو مرستیاله بسنټګره ده چې ناروغان د ویډیو له لارې ښځینه ډاکترانو سره تړي.

هغه وايي “پاکستان کې د طبي زدکړو ۷۰ سلنه محصلانې نجونې دي. خو مېرمنې بیا د ټولو فعالو ډاکترانو ۲۳ سلنه برخه جوړوي.”

سخت کاري چاپېریال او ټولنیز خنډونه هغه عوامل دي دا واټن یې ډېر کړی دی.

له لرې درملنې (ټېلي مېډیسن) اوس دا ستونزه تر یوه ځایه حل او ښځینه ډاکترانو ته له خپله کوره د کار زمینه برابره کړې ده.

ډاکتره سارا خرم وايي “موږ سره یوه کال کې د {ښځینه} ډاکترانو شمېر له ۱۵۰۰ – ۵۰۰۰ ته لوړ شوی دی”.

یو غوراوی

Dr Anum Ahmed

ډاکتره انوم احمد تازه انلاین پلټفارم کې ګومارل شوې.

هغې په ۲۰۱۶ کال له فراغت وروسته د روغتون په بېړنۍ څانکه او د جدي پاملرنې وارډ کې سخته دنده پر مخ وړه.

خو دا هر څه د ۲۰۲۰ کال مارچ کې تر هغې وروسته بدل شول چې لور یې پېدا شوه.

ډاکترې انوم بي بي سي ته وویل تر مور کېدو وروسته یې ډېر وخت له خپلې ماشومې سره تېرېده او تر یوه ځایه له زېږون وروسته روحي خپګان سره مخامخ وه.

هغې خپلې ګڼې همکارانې لېدلې د مړونو د فشار پایله کې یې روغتونونو کې دندې پرېښې وې.

ځینو ته خو آن له کوره هم د کار اجازه نه ورکول کېده.

د انوم خاوند که څه هم د نوموړې ملاتړ کاوه خو پخپله هغې ته دا ستونزمنه وه چې هم مورنی مسئولیت پر ځای او هم اونۍ کې له ۳۶ تر ۴۸ ساعته رسمي کار وکړي.

نوموړې وايي ما یو غوراوی درلود او خپل ماشوم مې انتخاب کړ، ځکه تر کار راته دا ډېر مهم و.

دا پاکستانۍ ډاکتره وايي “موږ ډاکتران میندو ته مشوره ورکوو چې ماشومانو ته لږ تر لږه ۶ میاشتې خپلې شیدې ورکړي، خو د زېږون رخصت مو بیا یوازې ۳ میاشتې وي.”

انلاین کار

edoctors
د ډاکټرو هغه ډله چې خپل کورس یې بشپړ کړی دی.

هغې لومړي سر کې پتیېلې وه چې درې کاله دمه وکړي، خو د وبا راتګ سره پوه شوه چې له دندې لرې نشي پاتېدای.

له خپلې خور یې چې هغه هم ډاکتره ده، روغتیايي برخه کې د انلاین کار په اړه واروېدل. څنګه چې یې لور ۶ میاشتنۍ شوه، نو له کوره یې د ناروغانو درمنله پیل کړه.

له لرې درملنه لکه څنګه چې عامو خلکو ته نوې ده، دا هم ورسره نابلده وه.

هغه وايي: “په فیزیکي ډول ناروغ نشم لمس کولی، نبض یې نشم کتی.”

ډاکتره انوم احمد تر ډېره د کوویډ-۱۹ هغه ناروغان ګوري چې د شکر ستونزه هم لري.

Dr Anum Ahmed
ډاکټر انوم احمد له خپلې لور او مرغه سره.

هغې په دې وروستیو کې یو ناروغ لیدلی و چې د اکسیجن کچه یې په کمېدو وه. کورنۍ ته یې ورته ویلي و چې عاجل یې روغتون ته ورسوي، خو هغوی یې سپارښتنه ونه منله. وايي هغه ناروغ پر هماغه شپه مړ شو.

نوموړې وايي: ” بیا یې مور کورونا ونیوه، زوی یې راته زنګ وکړ چې هره مشوره راکړې منم یې.”

دا ډاکتره زیاتوي د روغتیايي سپارښتنو عملي کېدو یې د دې ناروغې مور ژوند وژغوره.

د اغلې انوم په وینا د ناورغانو د کتلو پېسو کې انلاین پلټفارم ته فیصدي ورکوي او دې ته بیا هم د میاشتې شاوخوا ۲ ډالر پاتې کېږي.

پراخېدونکی کاروبار

Dr Anum Ahmed
روغتون کې اوږد وخت کار او کلتوري خنډونه ډاکټرې له دندې منع کوي.

پاکستان کې د انلاین روغتیايي خدماتو کاروبار په پراخېدو دی.

دمګړی دغه هېواد کې د(DocHers), (Ehad), (Dawai), (Marham), (Shifa4U), (Doctor-On-Line), (Ring a Doctor) او (Sehat Yab) په څېر ګڼ مشورتي پلټفارمونه انلاین روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د edoctor په نوم یو پلټفارم بیا چې یوازې ښځینه ګوماري، د هغو ډاکترانو ګومارنې ته مخه کړې چې په خټه پاکستانۍ دي، خو بهر اوسېږي.

بنسټګر یې عبدالله بټ وايي “۳۵ زره پاکستانۍ ښځینه ډاکترانې په کور دننه او بهر له کاري ځواک بهر پاتې دي.”

دوی کې ډاکتره ریحانه دین محمد هم وه.

هغه پاکستان کې تر کار وروسته منځني ختیځ ته ولاړه او په سعودي عربستان او بحرین کې یې هم کار کړی.

دغو درېو هېوادنو کې د هغې ۱۳ کلنه کاري تجربه تر هغې وروسته پای وموند چې د تیلو له یوه عماني انجنیر سره یې واده وشو.

خو د کورونا وبا پر مهال یې د پاکستان سند ایالت کې په انلاین ډول د هغو ناورغانو د څار دنده واخیسته، چې په کور کې یې درملنه کېده.

د جګړې سیمو کې ناروغانو ته رسېدنه

Rehana Din Mohammed
ریجانه وايي، د بچیانو ساتنې لپاره باور وړ پالندوی نه شي موندلی.

د لرې واټن دغو روغتیايي خدماتو ته اوس له پاکستان بهر ناروغان هم لاسرسی لري.

عبدالله بټ چې وار له مخه یې ۲۵ مختلفو ځایونو کې ۱۰۰۰ روغتیايي متخصصان ګومارلي، وايي: “موږ ډاکتران د جګړې سیمه کې کار ته هڅوو او دا چاره له عاطفي اړخه د هغوي د تسکین لامل ګرځي.”

ریحانه چې په عربي ژبه روانې خبرې کوي، په دې وروستیو کې جګړه ځپلي یمن کې د ښځو او ماشومانو درملنه کوي.

یمن کې روغتیايي مرکزونه ډېر وسایل نه لري او چارې یې هم تر ډېره یوازې نرسان پر مخ وړي.

خو ناروغان له دغو مرکزونو په انلاین او وړیا ډول ډاکترانو سره تماس کې کېږي.

edoctors
ریحانه یمني ښځو ته طبي مرستو برابرولو کې لوی رول لري.

ډاکتره ریحانه وايي “{یمن کې ډېر} ناروغان نالوستي او بېوزله دي. ښځې د اوبو د ککړتیا له کبله په جلدي ستونزو اخته کېږي. ماشومان د کافي خوړو د نشتوالي له کبله ډېر کمزوري دي.”

ټول یمن کې له لرې د درملنې په خدماتو درې سمبال روغتیايي مرکزونه (ټېلي کلېنیکونه) فعال دي او په پام کې ده درې نور هم جوړ شي.

په پلان کې ده دغه خدمات نږدې راتلونکې کې غزې ته هم وغځول شي.

ریحانه د یمني ناروغانو د کتلو پېسې نه اخلي. هغه وايي “هیله لرم چې ماشومان مې ستر شي، بېرته روغتون کې کار ته ستنه شم. خو هغه مهال به مې هم غوښتنه دا وي چې د جګړې د سیمو خلکو سره مرسته وکړم.”

د انلاین روغتیايي مشورو خدمات د ناروغانو وخت او پيسې دواړه ژغوري.

Sehat Kahani
هغه ډاکټرانې چې د انلاین مشورې لپاره یې نوم ثبت کړی دی.

پر دې سربیره د پاکستان د څه باندې ۲۰۰ میلیون وګړو تر نیم ډېر تکړه ډاکترانو ته لاسرسی هم نه لري.

خو دغو پلټفارمونو اوس ان د کلیوالي سیمو خلکو ته هم دا زمینه برابره کړې چې د هېواد له پیاوړو متخصصانو مشوره واخلي.

دغه کار لپاره یوازې تلیفون او انټرنېټ ته اړتیا ده.

ډاکتره سارا سعید وايي پاکستان کې له لرې د درملنه (ټیلي مېډیسن) پر خدماتو د ناروغانو باور مخ په ډېرېدو دی.

Trending

Exit mobile version