نړۍ
انټوني بلینکن اوکراین ته رسېدلی
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سې شنبې پر ورځ (د غویی پر پېنځهویشتمه) پر یوه ناڅاپي سفر د اوکراین کیف ته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د دې هېواد کانګرس تېره میاشت ورته د ۶۱ میلیارډ ډالرو پوځي مرستې ومنلې.
د رویټرز د راپور له مخې؛ ادعا شوې، چې د دې سفر موخه له اوکراین سره پیوستون او د دې هېواد په شمال ختیځه پوله کې د روسیې له درندو بمباریو سره په مبارزه کې د امریکا ملاتړ دی.
یو امریکايي چارواکي، چې انټوني بلینکن له سفره خبر و؛ ویلي: هیله من دی، چې بهرنیو چارو وزیر اوکراینیانو ته په دې سفر کې، چې له سختو شرایطو سره مخ دي؛ ډاډمن زیری ولري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دې امریکايي چارواکي ویلي: اوکراین ته د بهرنیو چارو وزیر تګ په دې راڅرخیږي، چې څنګه خپلې اضافي مرستې داسې پلي کړي، چې د کیف دفاعي ځواکونه ډاډمن اوپیاوړي کړي او هغوی ته دا وړتیا ورکړي، چې د جګړې په ډګر کې خپل نوښت بېرته ترلاسه کړي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن کیف ته د ۴۰۰ میلیون ډالرو پوځي مرستې د استولو امر کړی و.
د پنټاګون د څرګندونو له مخې؛ د بایډن د ولسمشرۍ له پیل راپدیخوا امریکا اوکرایین ته د ۵۱ اعشاریه ۳ میلیار ډالرو څخه زیاتې امنیتي مرستې ځانګړې کړې، چې د روسیې د برید له پیله ۵۰ اعشاریه ۶ میلیارډ ډالر ورکړ شوي دي.
څو ساعته مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان په یوه خبري ناست کې کیف ته د واشنګټن د پوځي مرستو په بڼه د وسلو د یوې نوې ټولګې د استولو، چې سر له ننه به امریکا هره اوونۍ اوکراین ته د وسلو لېږل ترسره کوي.
دغه راز لکه څنګه، چې اوس په جګړه کې د تېر پر پرتله د روسیې پر پرمختګ اندېښنې زیاتې شوي او اوکراین هم منلې، چې روسي ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د خارکوف په سیمه کې پرمختګ ته وکړ او تاکتیکي بریا یې ترلاسه کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد دفاع وزارت ته نوی وزیر معرفي کړی دی.
