تازه خبرونه

انټوني بلینکن کابل ته د سفر پر مهال د همکاریو پر دوام ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۰)

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن نن (پنجشنبه د وري ۲۶)  په کابل ته راغی، چې له ولسمشر غني، د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله او د مدني ټولنې له یو شمېر هڅاندو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه بحث او خبرې وکړي.

ولسمشرۍ ویلي؛ ولسمشر غني د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د نوي څپرکي پر پیل ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر ته ډاډ څرګند کړی، چې امریکا به له افغانستان، ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلې ډیپلوماتیکې او بشري مرستې جاري ساتي او د افغانستان د سولې بهیر د آسانه کولو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.

ارګ د بلینکن د څرګندونو له مخې ویلي؛ له افغانستان څخه د سرتېرو وتل به مو د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو کمزوره کېدو معنی ونلري او امریکا د افغانستان له حکومت او خلکو سره کړیو ژمنو ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر سره په کتنه کې هم له افغانستان سره همکاریو ته پر اړتیا ټینګار کړی دی.

انټوني بلنکن ویلي؛ امریکا پرېکړه کړې، چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي؛ خو دا د دې معنی نلري، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې او همکارۍ پای ته ورسوي. د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکارۍ نوی څپرکی پرانستل شوی او مونږ په کې خپلې همکارۍ روانې ساتو.

 دغه راز د ملي پخلاینې عالي شورا مشر هم د امریکا له هغې پرېکړې ملاتړ کړی، چې له افغانستان څخه وځي او همکاریو ته به دوام ورکوي.

عبدالله عبدالله ویلي: مونږ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو له ایستلو ملاتړ کوو او له افغانستان سره یې د مرستو د ژمنو له دوامه درناوی کوو.

کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د روان کال د سپټمبر له ۲۰ کلیزې سره همهاله له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو بېلابېلې اندېښنې راپارولي دي.

Trending

Exit mobile version