تازه خبرونه
انډونیزیا له افغانستان سره بشري مرستې وکړې
انډونیزیایي رسنیو څرګنده کړې، چې جاکارتا نن (یکشنبه د مرغومي ۱۹) د افغانستان خلکو ته بشري مرستې ولېږلې.
د انډونيزيا د بهرنيو چارو وزير رتنو مرسودي ويلي، په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي په موخه د بشري مرستو يوه ټولګه په دوه الوتکو کې کابل ته ولېږل شوه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دغه مرستې به د انډونيزيا د پلاوي په مشرۍ د خواړو نړيوال پروګرام په همکارۍ په کابل کې پر خلکو ووېشل شي.
د انډونيزيا د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې، هېواد یې د بشري مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو له څو ادارو په ځانګړې توګه د خواړو نړیوال پروګرام سره همغږی دی.
هغه زیاته کړې، چې انډونیزیا له افغانستان سره اوږد مهاله مرستو ته ژمنتیا لري.
د یادونې ده، چې انډونیزیا د اسلامي همکاریو ټولنې د اسلام آباد پر کوبتوب غونډه کې د بشري مرستو د تر سره کولو تر څنګ د افغان ښځو او نجونو پر درناوي او ځواکمنولو هم ټینګار څرګند کړی دی.