تازه خبرونه

انګلستان د استوګنې لپاره خپل ټول افغان کارمندان مني

Published

on

د انګلستان حکومت څرګنده کړې، چې دغه هېواد هغو افغان سیمه ییزو کارمندانو ته، چې له دوی سره یې پوځي خدمت ته وردانګلي؛ د استوګنې او  وېزې د ورکړې بهیر ګړندی کوي.

د بي بي سي د څرګندړونو له مخې؛ د انګلستان لومړي وزیر د دفاع، کورنیو چارو او کور جوړونې وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې د افغان همکارانو او د هغو د کورنیو د لیږد او بیا میشته کیدو بهیر ګړندی کړي.

بي بي سي په ډاګه کړې، چې دا پلان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره همغږی شوی دی او د بریټانیا حکومت ویلي، چې د دې نوي پلان د پلي کیدو لامل په افغانستان کې د امنیتي حالت بدلون دی.

په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د سیمه ییزو همکارانو د امنیت په اړه اندېښنې هغه مهال راپورته شوې، چې دوی له هېواده د وتلو نیت څرګند کړ.

تمه ده، چې په دې پروژه کې به د بریټانیاوي پوځ لږ تر لږه ۳۰۰۰ سیمه ییز افغان غړي او کورنۍ یې د استوګنې له ونډې برخمن شي.

د بریټانیا دفاع وزیر بن والاس د افغان وګړیو د بیا میشتیدنې د پلان چټکتیا ته هرکلی څرګند کړی او وایي، چې که دوی ونلېږدول شي؛ ښایي د طالبانو لخوا د غچ اخیستونکیو بریدونو سره مخ شي.

نوموړي بي بي سي ته ویلي: هغو افغانانو، چې د انګلستان لپاره سترې سرښندنې کړي؛ د ستاینو وړ دي او اوس وار زمونږ دی، چې د ژغورلو هڅې یې تر سره کړو.

 

د یادونې ده، چې تر دې دمه د بریټانوي ځواکونو ۱۳۰۰ افغان  سیمه ییزسرتېري او د هغوی کورنۍ دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version