تازه خبرونه
انګلستان په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندي او د جګړې د درولو غوښتنه کوي
انګلستان په کابل او ټول هېواد کې د روان تاوتریخوالي او هدفي بریدونو غندنه کړې او څرګندوي، چې ټولې خواوې باید سیاسي حل ته ژمن وي او د افغانانو تر منځ خبرې اترې ژر پیل کړي.
په کابل کې د برتانیې سفارت ویلي؛ د روان تاوتریخوالي تر سره کوونکي خپلې موخې د وحشت او ډار په رامنځته کولو کې ګوري، چې د دغو کړنو په خاطر محاکمه شي.
دغې سرچینې په ډاګه کړې، چې: د افغانستان مشرانو او خلکو په امنیت کې د ژوند کولو د لومړني حق په ګډون خپله تمه څرګنده کړې ده.
د انګلستان سفارت په اعلامیه کې د ارزښتونو په دفاع او ساتنه کې د افغانستان د خلکو د زړورتیا قدرداني کړې او څرګندوي، چې د تروریزم په وړاندې مبارزه او له طالبانو سره د سیاسي هوکړې او خبرو اترو په برخه کې به د افغانستان ترڅنګ ودریږي.
په اعلامیه کې راغلي: له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو لپاره تاریخي فرصت شتون لري.
علامیه څرګندوي؛ د سولې د پلي کیدو لپاره، باید تاوتریخوالی ودریږي، د ملکي وګړیو هدفي وژنې باید ودریږي او ټولې خواوې باید د حل په اړه خبرې وکړي او سولې ته ژمن وي، د افغانانو تر منځ خبرې اترې بیا ونه ځنډيږي.
د برتانیا دغه څرګندونې له هغې وروسته په پورته شوې، چې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو او په هېواد کې پر مشهورو شخصیتونو یو لړ مرګوني هدفي بریدونه ترسره شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې بهیر له ځنډ سره مخ شوی. که څه هم یو شمېر سیاستوالو تېره اوونۍ وویل، چې د افغانانو ترمنځ خبرې به روانه اوونۍ په دوحه کې ترسره شي؛ خو تر دې دمه هیڅ روښانه نده.
