تازه خبرونه

انګیلا میرکل د افغان کډوالو د ویستلو په اړه د خپل هېواد له دریځه ملاتړ کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د آلمان لومړۍ وزیرې د افغان کډوالو د ویستلو په تړاو د خپل هېواد له دریځه ملاتړ کړی دی.

زرګونه افغان کډوال په اروپایي هېوادونو په ځانګړي توګه په آلمان کې بې برخلیکه ژوند لري او د دغه هېواد لومړۍ وزیرې په ډاګه کړې، چې هغه افغانان به بېرته له اروپایي هېوادونو څخه خپل هېواد ته ستانه شي چې د پناه غوښتنې قضیې یې رد شوي دي.

 د آلمان لومړۍ وزیره انګیلا میرکل وایي؛ زیاتره افغانان، چې د پناه غوښتنه یې کړې، له لوړ امنیتي ګواښ سره نه دي مخ او نور به هیڅ اروپایی هېواد د هغو کسانو لپاره د استوګنې ځای ونه ګرځي، چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده.

د نوموړې په وینا؛ ټول اروپایی هېوادونه به هغه افغانان بېرته افغانستان ته ولیږي، چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده. داسې تصور باید را منځته نه شي، چې ګنې افغانستان نور د ژوند کولو ځای نه شي کیدلی. له دې پرته به ټول بایلونکي شي او هیڅوک به په افغانستان کې پاتې نه شي، چې له طالبانو سره وجنګیږي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرئت وایي، په تېرو دوه کلونو کې له درې سوه زره ډېر افغانان اروپایي هېوادونو ته تلي دي؛ خو په ۲۰۱۶ کال کې له لس زره ډېرو افغانانو اروپایی هېوادونه پریښي دي.

نوموړی زیاتوي، له اروپا څخه په داوطلبانه ډول د افغان کډوالو له بېرته ستنیدو هرکلی کوي او په روان زیږدیږ کال کې به لږ افغانان اروپایی هېوادونو ته ولاړ شي.

د اروپایی ټولنې د څرګندونو له مخې؛  په ۲۰۱۶ کال کې ۱۸۳ زره افغانانو په اروپایی هېوادونو کې د پناه غوښتنې کړي، چې اویا سلنه یې د آلمان اړوند دي.

د آلمان او افغانستان دولتونو د تېر کال په اکتوبر میاشت کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې یې رد شوي افغانان بېرته خپل هېواد ته ستنیږي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version