تازه خبرونه

انگلستان به په هلمند كې د كال ۱۸۰ميليون دالر لگوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

< ![endif]–>

په هلمند كې د ميشتې ولايتي بيارغونې ډلې يا پي آر ټي مشرې ميرمن بليندا وايي، چې اوسمهال د ولايتي بيا رغونې د ډلې ودانۍ رسماً سيمه ييزو چارواكوته سپارل شوې او د سي آر ټي زياته برخه مامورين د شوراب پوځي اډې ته ليږدول شوي، چې د راتلونكې مياشتې تر پايه به دوى ترې په بشپړډول ووځي.

ميرمن بلندا وايي:

د انگلستان دولت ژمن دى، چې هركال به له افغانستان سره ۱۸۰ ميليون امريكايي دالر مرسته كوي؛ دا پيسې به د يو منظم سيستم په لړكې افغان دولت ته وركول كيږي او د هلمند پر بْلابْلو برخو به لگول كيږي.

د هلمند والي محمد نعيم وايي، چې د پي آر ټى د ودانۍ يوه برخه به د عامې روغتيا او بله برخه به يې ملي اردوته سپارل كيږي او لكه څنگه، چې بهرنيو ځواكونو ترې ساتنه كړې دوى به يې هم په همغه توگه په ساتلو كې هڅې ترسره كړي.

نوموړى زياتوي:

افغان ځواكونو ته په دې ولايت كې نورتاسيسات هم سپارل شوي، چې نه يوازې يې هغه په سمه توگه ساتلي، بلكې ورسره يې امنيتي ساحه هم پراخه كړې ده.

د يادونې وړده، چې په هلمند كې ميشتې ولايتي بيا رغونې ډلې د انگلستان ترمشرۍ لاندې له تېرو ۷ كلونو راپديخوا فعاليت درلود، چې په بېلابېلو برخو كې يې پرمختيايي چارې تر سره كړي دي.

Trending

Exit mobile version