نړۍ

انگلستان د روسيې د لندن مېشتو روسانو د ورسپارلو غوښتنه رد كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د انگلستان لومړي وزيرد روسيې هغه غوښتنه رد كړه، چې  انگلستان دې هغه روسي وگړي بېرته دغه هېواد ته وركړي، چې په روسيه كې په بېلابېلو جرمونو تورن دي او په انگلستان كې يې سياسي پناه اخيستې ده.

 

د انگلستان له خوا روسې ته د دغه هېواد ملي امنيت د پخواني افسر اندره لوگووي د ورسپارلو غوښتنې د دواړو هېوادونو په اړيكو كې كړكېچ را منځته كړى دى .

 

د انگلستان لومړي وزير ډيويډ كاميرون، چې په يو رسمي سفر مسكو ته تللى د دوشنبې په ورځ( د وږي په ۲۱)  يې په مسكو كې د پوهنتون يو شمېراستادانو او محصلينو ته وويل، چې مسكو ته د هغو كسانو د سپارلو په برخه كې، چې په انگلستان كې يې پناه اخيستې؛ انگلستان هيڅ كله خپل دريځ نه بدلوي.

 

كاميرون وايي، چې:

 

دا يو جنايي مسله ده او هرتورن حق لري، چې د هغه دوسيه په داسې يوه محكمه كې وڅېړل شي، چې دى پرې باورلري .

 

د روسيې لوى څارنوال په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۶ع كلونو كې له بريتانيا غوښتي وه، چې د چيچيني ترهگرو مشراحمد زاكايوف، يو روسي تښتيدلى شتمن بوريس برزوفسكي او د دغه هېواد څو تنه پخواني چارواكي، چې په بريټانا كې يې پناه اخيستې بېرته روسي ته وسپاري، خو د بريټانيا چارواكو د نوموړي دا غوښتنه رد كړې وه .

 

د انگلستان محكمې د دغه كار لامل د روسيې په قضايي بنسټونو كې دوسيو ته په سمه  اورڼه بڼه لاسرسى نه كيدل بولي .

 

د انگلستان د روسي مجرمينو پر بېرته نه شپارلو ټينگاراو د روسيې له خوا د روسيې ملي امنيت د پخواني افسر اندره لوگووي، چې په لندن كې د يو روسي جاسوس په وژلو تورن دى  د ورسپارلو غوښتنې د دواړو هېوادونو په اړيكو كې كړكېچ را منځته كړى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version