تازه خبرونه

اوباما: افغانستان یو خطرناک ځای دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر بارک اوباما لاهم افغانستان د خطرناکو سیمو په توګه پیژني.

هغه په جګړه کې د وژل شویو سرتیرو د درناوي او یادښت په مراسمو کې وویل چې امریکايي کورني پوهیږي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیري ژوند په خطر کې دی.

ده ټینکار وکړ چې په د راتلونکي کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو حضور یوازې د امریکا په سفارت پوري محدود وي.

په افغانستان د امریکايي سرتیرو د پوځي برید څخه شا اوخوا څوارلس کاله مخ په تیریدو دي، خو لاهم افغانستان د ترهګرو له ګواښونو سره مخامخ دی.

د امریکا ولسمشر د ویرجینیا په ایالت کې په جګړه کې د وژل شویو سرتیرو د یادښت په مراسمو کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو وژنه ویاړ وباله.

نن د هغو څوارلسو کلونو د یادښت لومړۍ ورځ ده چې امریکا پکې په ځمکنۍ جګړه کې ښکیله وه. مونږ په افغانستان کې په وژل شویو دوو زرو دوو سوو سرتیرو په قربانیو او هغو کسانو چې د سپتمبر په یوولسمه یې ژوند له لاسه ورکړ ویاړو.

له دې ټولو مرګ ژوبلو او لګښتونو سره سره لاهم افغانستان د امریکا د ولسمشر په وینا له خطرناکو ځایونو څخه دی.

افغانستان لاهم خطرناک ځای پاتې شوی دی. امریکايي کورنۍ په دې پوهیږي چې زمونږ سرتیري زمونږ لپاره په افغانستان کې ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د رپوټونو له مخې امریکا شا او خوا سل زره سرتیري په افغانستان کې د ناټو او ایساف په خوا کې له وسلوالو طالبانو سره جنګیدل.

د امریکا ولسمشر په وینا امریکايي سرتیري به په افغانستان کې راکم کړي او د افغان ځواکونو روزنې ته به پام زیات کړي.

مونږ به د خپلو سرتیرو راستنولو ته دوام ورکړو، چې د راتلونکي کال تر پایه زمونږ د سرتیرو شمیر یوازې زمونږ تر سفارته محدود وي. نن څه کم لس زره سرتیري د افغان سرتیرو سره د مرستې او د هغوی د روزنې لپاره په افغانستان کې دي.

د امریکا ولسمشر په دغو مراسمو کې وویل چې له داعش او القاعدې سره به د نړۍ په کچه مبارزې ته دوام ورکړي.

Trending

Exit mobile version