سیمه ییز خبرونه

اوباما به د افغانستان پر راتلونكې له امريكايي يوځي چارواكو سره سلا مشورو ته دوام وركړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا ولسمشر باراك اوباما تر اوسه په افغانستان كې له ۲۰۱۴ كال څخه وروسته د پاته كېدونكو امريكايي پوځيانو د شمېر په باب هېڅ ډول پرېكړه نه ده كړې.

شاوخوا يوولس مياشتې وروسته به نړيوال ځواكونه په افغانستان كې خپل ۱۳ كلن پوځي ماموريت پاى ته ورسوي، خو سپينه ماڼۍ وايي، تر اوسه له ۲۰۱۴ كال څخه وروسته په افغانستان كې د پاتې كېدونكو امريكايي پوځيانو د شمېر په باب هېڅ ډول پرېكړه نه ده شوي.

امريكايي پوځي چارواكي باور لري، چې ولسمشر اوباما به د افغانستان پر راتلونكې له امريكايي يوځي چارواكو سره سلا مشورو ته دوام وركړي. خو معين مرستيال د حق او عدالت ګوند غړى دا سلا مشورې د افغانستان په ګټه نه بولي.

خو فارن پاليسي خپرونې په ېوې مقاله كې د افغانستان په خونړۍ جګړه كې د امريكا تېروتنې خپرې كړې دي، چې يوې برخه كې يي راغلي دي.

1- د افغانستان د جگړې په لومړيو كې امريكا له ناټو څخه مرسته نه وه غوښتې او مېدان ته يي ودانګل.

۲- پر افغانستان باندې د امريكا د بريد موخه د القاعده شبكې د مشر او د هغه د ملګرو نينونه وه، خو له افغان سيمه ييزو ځواكونو سره كمزورې همغږي او د تورې بورې جګړې ته د امريكايي پوځيانو د استولو په برخه كې نه ليوالتيا اسامه ته موقع په لاس وركړه، چې پاكستان ته وتښتي او اته كاله په پټه تېر كړي.

۳- پر عراق باندې د امريكا يرغل طالبانو ته فرصت برابر كړ، چې بېرته را ټول او منظم شي.

۴- په ۲۰۰۹ كال كې افغانستان ته د نورو امريكايي پوځيانو استول بله ستره تېروتنه وه.

په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د جګړييز ماموريت د پاى لپاره د زماني جدول ټاكل او د سولې د پروسې پر وړاندې بې پامي د افغانستان په جګړه كې د امريكا نورې تېروتنې بلل شوي دي.

د افغانستان جګړه، چې له كلونو كلونو را په دېخوا روانه ده، قربانيان يي زيات افغانان دي. د تاوتريخوالي د كمولو نښې نښانې هم نه ليدل كېږي، خو له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ته يواځې د جګړې د پاى ته رسولو  د كړكۍ په سترګه كتل كېږي.

Trending

Exit mobile version