تازه خبرونه

اوباما د ترورزم په وړاندې د نړیوالې همغږۍ غوښتونکی شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پولند د ناستې په څنډه کې د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوالې همغږۍ غوښتونکی شو.

د امریکا دغه لوړپوړي چارواکي وویل؛ لکه څنګه، چې ناتو له افغانستان څخه خپل ملاتړ اعلام کړ، امریکا هم په دغه هېواد کې خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې ده.

دغه راز نوموړی د تېر په څېر له افغانستان څخه د اروپایي اتحادیې د ملاتړ او مرستې غوښتونکی شو.   

دغه راز نوموړی د تېر په څېر له افغانستان څخه د اروپایي اتحادیې د ملاتړ او مرستې غوښتونکی شو.    

اوباما وړمه ورځ اعلان کړه ، چې د متحده ایالتو شاوخوا۸۴۰۰ پوځیان به په افغانستان کې پاتې شي‎.

امریکا مخکې ویلي وه، چې غواړي د روان کال تر پایه په افغانستان کې د میشتو امريکايي پوځیانو شمېر۵۵۰۰ راټیټ کړي.

اوس شاوخوا ۹۸۰۰ امريکايي پوځیان په افغانستان کې شته، چې ۶۸۰۰ یې د ناتو په چوکات کې د “پرېکنده ملاتړ” په ماموریت کې برخه دي.

دا مهال ناتو ټول ټال نږدې ۱۳۰۰۰ پوځیان په افغانستان کې لري، چې تر ډېره د افغان پوځ په روزنه او هغو ته د سلا مشورو په ورکولو بوخت دي.

اوس تمه ده چې د روزنې او مرستې دغه ماموریت لږ تر لږه د ۲۰۱۷ کال تر پایه دوام ولري.

د دې تر څنګ اټکل دی، چې متحده ایالتونه هم په افغانستان کې خپل عملیات نور هم پراخ کړي.

څه موده وړاندې ولسمشر اوباما خپلو ځواکونو ته واک ورکړ، چې د طالبانو پر ضد یرغلیز عملیات ترسره کړي.

 شنونکي په دې باور دي، چې د ناتو ماموریت به د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنه ورټول وي، متحده ایالتو به پر طالبانو هوايي بریدونه او دغه راز په افغانستان کې القاعدې او د اسلامي دولت یا داعش ډلې راپورته کیدونکیو غړیو پسې لټون ته خپل ډېر پام راواړوي.

Trending

Exit mobile version