تازه خبرونه

اوباما د عراق او افغانستان جګړې ته د ۱۱ اعشاریه ۶ میلیارد دالرو غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا تلونکي ولسمشر په افغانستان او عراق کې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره له کانګرس څخه امریکایي پوځ ته د یوولس میلیارد و شپږسوه میلیون دالرو اضافي پیسو د ځانګړي کیدو غوښتنه کړې ده.

له دغو پیسو به دوه نیم میلیارد دالر په افغانستان کې میشتو اته زره څلور سوه امریکایي سرتېرو ته، درې سوه دري څلویښت میلیون دالر له داعش سره د مبارزې لپاره او پېنځه میلیارد او اته سوه میلیون دالر په عراق کې د ثبات په لارو چارو او په ځینو نورو هېوادونو کې د ماینونو د پاکولو لپاره ولګول شي.

امریکایي چارواکي تمه لري، چې کانګرس به د اوباما دغه غوښتنه راتلونکې اوونۍ وڅیړي او تصویب به یې کړي.

د امریکا دفاع وزیراشټون کارتر وایي، د امریکا پوځ ته اضافي بودجه دا امکان را منځته کوي، چې زمونږ ځواکونه نور هم ښه تنظیم شي او له دې لارې به افغان حکومت وتوانیږي، چې خپلې موخې په ښه ډول عملي کړي او له داعش سره د لا چټکې مبارزې زمینه هم برابریږي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، امریکا او نړیوال د ثبات غوښتنه لري او د دې لپاره، چې ترهګر له منځه تللي وي، له افغان ځواکونو  او دولت سره مرستې کوي.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمد احمدزی وایي، د دې لپاره، چې ترهګر ښه ځپل شوي وي؛  اړتیا ده، چې امریکا د ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو او د ځالو د له منځه وړلو لپاره یې  پر پاکستان تمرکز وکړي.

د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰‍۲۰ کال کې خپل پوځ ته  پېنځه سوه ۳۰ میلیارد دالر  بېل کړي وه او که دغه اضافي پیسې کانګرس ومني، په دې سره به یې کلنۍ بودجه څه باندې پېنځه سوه څلویښت میلیارد دالره شي.

 دغه پیسې د امریکا د دفاع وزارت تر څنګ د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او هغو ډلو ته هم ځانګړي کیږي، چې له داعش سره په جګړه کې دي.

خبریال: فواد ناصري 

Trending

Exit mobile version