سیمه ییز خبرونه

اوباما غواړي د امریکا د دفاع وزارت له چارواکو سره د افغانستان پر روان حالت خبرې وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاكل شوې د امريكا ولسمشر باراك اوباما د هغه هېواد د دفاع وزارت له چارواكو سره د افغانستان پر جګړې او روان حالت خبرې وكړي. د راپورونو له مخې، له افغان حكومت سره د امنيتي او دفاعي تړون لاسليك، د روان ميلادي كال تر پايه له افغانستان څخه د امريكايي پوځيانو د وتلو څرنګوالى او له ۲۰۱۴ كال څخه وروسته په افغانستان كې د پاتې كېدونكو امريكايي پوځيانو شمېر د دې ناستې د بحث وړ مهم مسايل دي.

د امنيتي او دفاعي سند د برخليك نه روښانتيا او د نړيوالو ځواكونو د پوځي ماموريت د پاى د نېټې را نږدې كېدو امريكايي پوځي چارواكي په وروستۍ يوه مياشت كې د دويم ځل لپاره جرګه كړل.

پوځي کارپوهان عتیق الله امرخېل او نورالحق علومي وايي، كه امريكا غواړي د افغانستان جګړه كې برياليتوب تر لاسه كړي، نو بايد له ۲۰۱۴ كال وروسته افغانستان كې له پنځوس زرو زيات پوځيان پرېږدي.

خو ولسمشر حامد كرزي طالبانو ته د وروڼو خطاب كړى او امريكا يي خپل سيال بللى او ويلي يي دي، په تېرو ۱۲ كلونو كې په افغانستان كې د امريكايي پوځيانو حضور هېڅ ګټه نه ده كړې، بلكې دې هېواد تل د ده د فعاليتونو پر وړاندې فعاليت كړى، خو امريكا په كومې تګلارې سره كولاى شي، د افغانستان په جګړه كې خپله ګټه يقيني كړي.

ولسمشر حامد كرزي له نړيوالو رسنيو سره خبرو كې  له سپينې ماڼۍ سره د خپلو سړو اړيكو په باب ويلي، ښايي پر امريكا يي باور له منځه ولاړ شي.

ولسمشر كرزي زياته كړې ده، چې امريكايي پوځيانو د ده خلاف رواني جګړه پېل كړې ده.

Trending

Exit mobile version