سیمه ییز خبرونه

اوباما له راتلونكي افغان ولسمشر سره د امنيتي تړون لاسليك ته په تمه پاتې كېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

< ![endif]–>

د افغانستان او امريكا د ولسمشرانو تر ټیلفوني خبرو وروسته د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د كابل واشنګټن امنيتي تړون به له را تلونكي افغان ولسمشر سره لاسليك كړي. امريكايي ډيپلوماتان په دې باور دي، چې افغانان له امنيتي تړون څخه ملاتړ كوي.

په داسې حال كې، چې په پنتاګون كې له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو په طرحه كار روان دى، اوباما له افغان ولسمشر سره تر خبرو وروسته پنتاګون ته سپارښتنه وكړه، چې د روان كال تر پايه د خپلو سرتېرو ايستلو ته پلان جوړ كړي.

افغان ولسمشر د تړون له لاسليك څخه مخ اړولى نو ځكه د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويانده جيم ساكي وايي، تړون به له راتلونكي افغان ولسمشر سره لاسليك كړي.

نوموړې همدارنګه وایي، د افغانستان په باب زمونږ دريځ په خپل ځاى دى. مونږ د خپل راتلونكي ماموريت لپاره امنيتي تړون ته اړتيا لرو. اوباما تېره اوونۍ روښانه كړه، چې له راتلونكي افغان ولسمشر سره د امنيتي تړون لاسليك ته په تمه پاتې كېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ زياتره كانديدان وايي، كه ولسمشرۍ ته ورسېږي له امريكا سره به امنيتي تړون لاسليك كړي.

په همدې وخت كې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې هڅه به وكړي چې پاكستان له تروريزم سره صادقانه همكارۍ ته اړ كړي.

افغان ولسمشر له امريكا غواړي، چې د افغانستان په كليو كې جګړه بنده كړې او په پاكستان كې د سخت دريځو پټنځايونه په نښه كړي.

Trending

Exit mobile version