تازه خبرونه
اوباما په ۲۰۱۵ کال کې پر افغانستان د یو پراخ پوځي برید پرېکړه کړې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په دوه زره پېنځلسم کال کې اوباما په پټه توگه پر افغانستان د یو پراخ پوځيبرید اجازه ورکړې ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یو گزارش کې په ډاگه کړې، چې په سپینه ماڼۍ کې اوباما له خپلو امنیتي مشاورینو سره پر افغانستان د پراخه پوځي برید پرېکړه کړې ده.
د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر اوباما دغه پرېکړه په ډاگه کوي، چې د دغه هېواد پوځي ماموریت به په افغانستان کې د یو بل کال لپاره وغزول شي.
د اوباما دغه نوی فرمان امریکایي سرتېرو ته اجازه ورکوي، چې د طالبانو او القاعده په وړاندې د خپل هېواد او افغان حکومت د ژغورنې لپاره نورهم وجنگیږي.