تازه خبرونه

اوربند او په نظام کې طالبانو ته ونډه، د سولې د دوه یم پړاو خبرو اصلي ټکي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ښایی په څو ورځو کې د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره په چین کې دوه یم پړاو خبرو ته کیني. د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ځینې غړي وایی، تر اوسه پورې د حکومتي پلاوي په ترکیب کې بدلون نه دی راغلی او د خبرو دوه یم پړاو ته د حکومت غوښتنې لیست شوي.

د افغان حکومت د خبرو پلاوي غړی محمد ناطقی وایي، اوربند او په سیاسي نظام کې طالبانو ته ونډه د دوه یم پړاو خبرو اصلي ټکي دي.

نوموړی زیاتوي، د حکومت د غوښتنو په برابرولو کې د خلکو وړاندیزونه را ټول شوي او د طالبانو زیات استازي به په دوه یم پړاو خبرو کې برخه ولري.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایي، په واک کې د طالبانو د ډلې د ځینو افرادو شریکول به د جگړې اور مړ ته کړي او پاکستان به په دې برخه کې رښتینی گام هم وانخلي.

څو ورځې وړاندې حکومتي پلاوي له طالبانو سره د پاکستان په مري کې مخامخ خبرې وکړې. په دوه یم پړاو خبرو کې ویل کیږي، چې د حکومتي پلاوي په ترکیب کې به یوه ښځه هم شامله وي.

Trending

Exit mobile version