تازه خبرونه
اوربند د افغانستان اړین او بېړنې لومړیتوب دی ـ اشرف غني
ولسمشر اشرف غني له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره د سولې په راوستو کې مرسته وکړي؛ ځکه، چې دا هېواد د ناکراریو له ډېر عواملو سره مخ دي.
ولسمشر اشرف غني د چهارشنبې پء ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو ۷۵ عمومي ناستې ته په خپل مخکیني ثبت شوی خطاب کی ویلي، چې د دوې په خبرو کې د افغانستان بېړنی او اړین لومړیتوب اوربند دی.
د نوموړي د څرګندونونو له مخې؛ د تاوتریخوالي کمول بسنه نکوي. په افغانستان کې د تلپاتې سولې د خوندي کولو لپاره په سیمه کې د تروریستي ننګونو د ریښو له منځه وړلو ته اړتیا ده، چې د نړیوال ګواښ په توګه ورته پاملرنه وشي.
“د ملګرو ملتونو، زمونږ همکارانو او زموږ د نړیوالو متحدینو رول په داسې حال کې، چې زمونږ د خپلمنځی خبرو پلاوی په دوحه کې د طالبانو پر وړاندې ناست دی خورا اړین دی. د افغانستان خلک د پرمختګ او ودې لپاره یو ښکاره او اړین لومړیتوب لري، چې هغه اوربند او د تاوتریخوالي پای دی.
ولسمشر زیاته کړې، چې د ګډو ارزښتونو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ د سولې په خبرو کې حیاتي رول لوبوي.
د ولسمشر غني په اند، خبرې اترې او اوربند یوازنی حل ندی ، بلکې د نړۍ تمرکز په سیمه کې د ترهګرۍ په له منځه وړلو دی.
اشرف غني ویلي، دا بسنه نکوي؛ په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره مونږ باید د تروریزم د ستونزې ریښې په ګوته کړو، چې زموږ سیمه یې پوښلې او د نړیوالې ستونزې او ګواښ په توګه یې باید په ګوته کړو.
دغه راز د ملګرو ملتونو دغې ناستې ته د ازبکستان ولسمشر د دوحې د سولې له خبرو هیله من شوی، چې افغانستان ته به تلپاتې سوله او ثبات راولي.
هغه په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره د نړیوالې ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې د ملګرو ملتونو یوه دایمي جرګه ګۍ باید جوړه شي، چې په افغانستان کې د سولې همغږي وڅاري.
ازبک مشر ویلي: مونږ باور لرو، چې د افغانستان مسله د سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره باید د ملګرو ملتونو تر جدي پاملرنې لاندې وي. د ګډې همکارۍ او همغږۍ په مرسته مونږ کولی شو د افغانانو ارمانونه واقعیت کړو او په دې برخه کې دا مهمه ده. راځئ، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د بنسټونو لپاره کار وکړو. اوس مونږ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره د نوې دایمي جرګه ګۍ د جوړولو وړاندیز کوو.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او طالبانو د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د سولې رامنځته کولو هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه وځي، افغانستان به نور امریکا او متحدینو ته نور ګواښ نه وي او افغانان به د خپلمنځي خبرو له لارې د اوربند پر شرایطو خبرې کوي.