تازه خبرونه

اوربند ته د طالبانو د نه حاضریدو له کبله مې د سولې خبرې لغو کړي- ترمپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څرګنده کړې؛ کله، چې طالبانو اوربند ونه مانه، ما له دې ډلې سره د سولې خبرې لغو کړې او ومې ویل، چې مونږ ولې نور زیاروګالو.

دونالد ترمپ د امریکایانو او طالبانو د لس میاشتو ۹ پړاوه خبرې ودرولې او د افغانستان د سولې بهیر یې لغو کړ.

نوموړي تېره ورځ په واشنګتن کې د اسرالیا له لومړي وزیر سره په لیدنه کې په ډاګه کړه، چې د مذاکراتو د فسخه کیدو دلیل دا دی، چې طالبان اوربند ته حاضر نشول.

دونالد ترمپ د طالبانو په اړه خپلې خبرې بیا زمزمه کړي او وایي، که امریکا وغواړي د افغانستان په جګړه کې بریالیتوب تر لاسه کړي، لس میلیون وګړي به ووژل شي.

هغه ویلي؛ طالبانو تېروتنه وکړه، خو په خبره یې امریکا به له افغانستان څخه په تدریجي ډول خپل ځواکونه وباسي.

هغه وایي: مونږ د یوې لیدنې د تر سره کولو په اړه فکر کاوه؛ دا مې خوښ نه شو، چې هغوی ونه کړای شو اوربند وکړي. زه د دې پلوي نه وم؛ ومې ویل، چې که هغوی اوربند نشي کولی، مونږ ولې ځان په زحمت کړو. هغوي فکر وکړ، چې دا به د ځواک یو ټکی وي.

طالبان غواړي له امریکا سره یې خبرې له سره پیل شي. که څه  هم دې ورځو کې د دونالد ترمپ خبرې د افغانستان پر سوله متمرکزې دي؛ خو تر اوسه یې له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل لپاره هیڅ شین څراغ ندی ښکاره کړی او دا یې نه دي ویلي، چې سولې ته لاسرسی به پر سیاسي هوکړې رامنځته شي.

د ښاغلي ترمپ د څرګندونو له مخې؛ طالبان وایي، چې مونږ له دې سړي سره یوه تېروتنه کړې. هغوی تېروتنه کړې. ما په بشپړ ډول اراده درلوده، چې له هغوی سره ووینم او زه له هر چا سره وینم. زه فکر کوم لیدنې کتنې ښې دي. فکر کوم لیدنې کتنې ښې دي. داسې نده، چې رد یې کړو، زه په رښتیا سره باور لرم، چې لیدنې کتنې ښې دي.

امریکا غواړي، چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. لکه، چې دونالد ترمپ وایي، له افغانستان څخه به ځواکونه په تدریج سره کم کړي.

په کابل کې تمې دا دي، چې که څه هم د امریکا او طالبانو خبرې له ماتې سره مخ شوې؛ خو دا ځل به د افغانانو تر منځ خبرې وشي او طالبان به یوې هوکړې ته د لاسرسي په خاطر چمتو کړي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم  وایي؛ هڅه کوو، چې د سولې بهیر وڅارل شي او هیله ده، چې مونږ د افغانانو د خپلمني خبرو لیدونکي اوسو.      

د جمعې پر ورځ زلمي خلیلزاد د امریکا په کانګریس کې د تړلو دروازو شاته له طالبانو سره د مذاکراتو پرجرئیاتو معلومات ورکړل. وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز د کانګریس یوې علني ناستې ته ورغله. که څه هم د مذاکراتو د جزئیاتو په اړه یې څه ونه ویل؛ خو ویې ویل، چې طالبانو له خپلو تېرو تېروتنو درس اخیستی دی.

Trending

Exit mobile version