Connect with us

تازه خبرونه

اوربند د سولې لپاره یوه اړینه اړتیا ده- حمدالله محب

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي امنیت شورا سلاکار د هند د رایسینا په پېنځمه کلنۍ غونډه کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان د سولي خبرو د پيل لپاره اوربند یوه اړینه اړتیا ده دی.

د ملي امنیت شورا سلاکار د یادې غونډې ګډونوالو ته دا هم څرګنده کړې، چې حکومت له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتووالی لري.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي: د افغانستان خلک او دولت د سولې په خبرو کې رول لوبولو ته چمتو دي؛ خو که طالبان دغه غوښتنې ونه مني، نو د افغان امنیتي ځواکونو سره دې مخامخ کیدو ته چمتو شي.

نوموړی د سولې د خبرو د پیل لپاره مهم عنصر اوربند بولي او په ډاګه کوي، چې سوله د افغانستان د خلکو  لپاره د تاوتریخوالي د پاي په معنا ده؛ مونږ ټینګار کوو، چې د سولې د خبرو اترو لپاره اړتیا ده، چې ډاډ رامنځته او اوربند پلی شي. اوربند به د سولې بهیر چټک کړي؛ ځکه، چې له همدې کبله افغانان لومړی د اوربند غوښتونکي دي.

هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښټ لپاره خپلې هڅې پیاوړې، غښتلې او د ثبات لپاره ګډ کار وکړي.

د ملي امنیت سلاکار ټینګارکوي، چې سوله په افغانستان کې د نړۍ د سولې په معنا ده؛ ځکه، نو پکار ده، چې د سیمې هېوادونه ګډه همکارې وکړي.

د یادونې ده، چې د رایسینا پېنځمه کلنۍ غونډه له پرون راپدیخوا په نوي ډیلی کې پیل شوې او د پنجشنبې پر ورځ به پای ته ورسیږي. په دې ناسته کې د نړۍ د فرهنګي، علمي، اقتصادي او سیاسي څېرو په ګډون  له ۱۰۳ هېوادونو ۷۰۰  استازي برخه لري.

Advertisement

تازه خبرونه

ولس د استخباراتي کړیو د  توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نورالله‌نوري

نورالله نوري وای؛ د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي؛ ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر راز توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی.  نوموړي ډاډ څرګند کړ؛ اسلامي امارت په‌خپله ټوله خاوره واکمن دی او هیچاته د تېري کولو اجازه نه‌ورکوي.

Published

on

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په بدخشان ولایت کې له اسلامي نظام څخه د دفاع او ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته ویلي: اوس هم د نړۍ ځینې استخباراتي کړۍ پر بېلابېلو نومونو غواړي زمونږ د هېواد امنیت اخلال کړي.

نورالله نوري وای؛ د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي؛ ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر راز توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی.  نوموړي ډاډ څرګند کړ؛ اسلامي امارت په‌خپله ټوله خاوره واکمن دی او هیچاته د تېري کولو اجازه نه‌ورکوي.

دغه راز ځایي مشرانو او خلکو جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت له راتګ سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې امن ټینګ شوی او د تبعیض لمن ټوله شوې ده.

دوی وایي: په هېواد کې د ملي یووالي او اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره اړینه ده، چې ټول هېوادوال د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او هغه اشخاص ،چې هڅه کوي په هېواد کې دهشت او وحشت ته لمن ووهې مخه یې ونیول شي.

ویل کیږي، چې په ډې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وزیر د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال محمد علي جان احمد، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال نورمحمد حقاني، د استخباراتو ریاست استازي اختر شاه هاشمي، د بدخشان ولایت والي محمد اسماعیل غزنوي، ځایی قومي مخورو، علماء کرامو، د ولسونو استازو او عامو خلکو ګډون کړی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ

په دې غونډه کې نوري اوسني نظام ته په نغوته(اشاره) کې وویل؛ دا «د خلکو د مور حیثیت» لري او د ټولنې د ساتنې، ملاتړ او ودې لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي.

Published

on

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري تخار ته د خپل سفر پر مهال د سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو، عالمانو او د دې ولایت اوسېدونکو په یوه پراخه ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې نوري اوسني نظام ته په نغوته(اشاره) کې وویل؛ دا «د خلکو د مور حیثیت» لري او د ټولنې د ساتنې، ملاتړ او ودې لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي.

هغه ټینګار کړی، چې اوسني نظام د افغانستان د خلکو د عقیدې، کلتور او ارزښتونو پر بنسټ رامنځته شوی او له هېوادوالو یې وغوښتل، چې د پیاوړتیا او دوام لپاره یې متحد پاتې شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي: «نن ټول افغانستان له امنیت برخمن دی؛ داسې آزادي لرو، چې په نړۍ کې ساری نه‌لري او د ملي یووالي داسې شاهدان یوو، چې په تاریخ کې یې ‌ساری کم دی.»

هغه زیاته کړې؛ د افغانستان اوسنی نظام د خلکو د جهاد، ملاتړ او سرښندنو پایله ده او دا نظام د نوموړي د څرګندونو له مخې د خلکو له عقیدې او کلتور برخمن دی.

د سرحدونو وزیر ټینګار کړی: اسلامي امارت د جګړې اراده نه‌لري؛ خو که ګواښ ورته رامنځته شي، د هېواد دفاع «فرض عین» ګڼي او د افغانستان له هرې لوېشتې خاورې به دفاع کېږي.

د غونډې ګډونوالو او قومي مشرانو هم په دې غونډه کې له اوسني نظام ملاتړ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد ساتنه او د خلکو ملاتړ د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.

ویل کیږي، چې خلکو د ګواښونو پر وړاندې پر درېدا ټینګار وکړ او د هېواد د ثبات او امنیت د ساتلوغوښتونکي شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بشري حقونو څار بنسټ نوی راپور؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو زیاتېدا

په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»

Published

on

د بشري حقونو څار بنسټ په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې پاکستانیو چارواکو له افغانستان سره د نښتو له زیاتېدا وروسته د افغان کډوالو خپل‌سرې نیونې، چاپې او جبري ایستل ډېر کړي دي.

د یاد راپور له مخې؛ زرګونه افغان کډوال په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان روغتیايي خدمتونو، زده‌کړې او نورو بنسټیزو اړتیاوو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»

راپور زیاته کړې، چې د پاکستان پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې کور پر کور عملیات، شپنۍ تلاشي او له حکم پرته نیونې ترسره او افغان کډوال پر نښه کړي دي. ان داسې کسان هم نیول شوي، چې د باور وړ ویزې یې لرلې.

دې بنسټ زیاته کړې؛ یوازې په ۲۰۲۶ ز.کال کې له پاکستان څخه له ۱۴۶ زره ډېر افغان کډوال ایستل شوي او دا بهیر د اپرېل له پیل راپدېخوا نور هم چټک شوی دی.

په راپور کې له کډوالو څخه د رشوت اخیستو پېښوته هم نغوته شوې او ویل کیږي: هغه کسان، چې د پیسو ورکولو وس نه‌لري نیول کېږي او جبري ایستل کېږي.

د بشري حقونو د څار دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې ډېری بېرته ستنېدونکي؛ په ځانګړي توګه خبریالان، د بشري حقونو هڅاند او د پخواني حکومت اړوند کسان له څارنې، ځورونې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دې بنسټ ټینګار کړی؛ د کډوالو جبري ایستل ان له نړیوالو ژمنو څخه د پاکستان سرغړونه ګڼل کېدی شي او له دې هېواده یې غوښتي، چې ژر تر ژره دا لړۍ ودروي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!