تازه خبرونه
اورلګیدنې سوداګریزو مرکزونو ته له ۱۰۰ میلیون دالرو ډېر زیان اړولی
د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې په روان کال کې د یو شمېر سوداګریزو مارکیتونو د سوځيدو له کبله سوداګرو ته له سل میلیون دالرو ډېر زیان اوښتی دی.
په پلازمېنه کابل کې پر لویو سوداګریزو مارکیتونو د اورلګیدو پېښو د اور وژنې د ادارو وړتیاوې هم له ننګونو سره مخ کړې دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، چې په روان کال کې داورلګیدنې لسګونه پېښو سوداګرو ته له سل میلیون دالرو ډېر زیان اړولی دی.
نوموړی د مسوولیت ګوته تر ډېره حکومت ته نیسي، چې نشي کولی پخپل وخت د اور د پراخیدو مخه ونیسي.
هغه زیاتوي، چې د سوداګرو نه پاملرنه هم د دغه زیان یو عامل دی؛ ځکه د دولت امکانات پر نشت حساب دي، چې د اورلګیدنې مخه ونیسي.
په روان کال کې نږدې لس سوداګریز مارکیتونه د اور لګیدنې له کبله په ایرو واوښتل؛ خیر خواه مارکیت پېنځلس میلیون، زرنګار مارکیت پېنځه میلیون دالر او کابل تاور پېنځه میلیون دالر زیان لیدلی دی.
په ننګرهار کې د یوه مارکیت په سوځيدو کې یو میلیون دالر خلکو ته زیان اوښتی دی.
د کابل په منډوي کې د یکشنبې پرسهار( د سلواغې ۷) د بوټانو میلاد سوداګریز مارکیت د اور خوراک شو، چې د اوښتو زیانونو په اړه یې معلومات نشته؛ خو په کې لږ تر لږه ۲۰۰ پلورنځي سوځیدلي دي.
د کابل ښار د منډوي د اړوند سیمې د اورلګیدنې په بهیر کې ۱۳ کسان د ۱۹ میلیون و ۹ سوه زره پاکستانیو کلدارو د غلا په تور نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي، چې غلا شوې پیسې بېرته زیانمنو کسانو ته سپارل شوي؛ خو د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
سوداګر او پانګوال وايي، چې حکومت د دوی د پانګو د خوندي ساتلو وړتیا نلري او یا همکاري نکوي.
د خیر خواه مارکیټ وکیل خان لالا وایي؛ حکومت پانګونې ته پاملرنه نلري او د اورلګیدنې مخنیوي ته پخپل وخت لاسرسی موندلی نشي، چې دا کار د پانګوالو د زړه نا زړه کیدو سبب کیدای شي.
په افغانستان کې له یوې خوا د اور وژنې وسایل په نشت شمار دي او له بلې خوا د بیمې نشتوالی هغه ستونزه ده، چې سوداګر ور سره مخ دي.
خبریال: رفیع صدیقي