تازه خبرونه
اوسمهال مونږ افغانستان ته ستنېدونکي نهیوو
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویډانټ پاټیل د دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې شپاړلسمه) په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړې، چې اوسمهال امریکا په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولۍ د پرانیستلو هوډ نهلري
ویډانټ پاټیل وایي: د افغانانو بشري حقونه او ښوونځيو ته د نجونو بېرته راستنېدا له طالبانو (اسلامي امارت) سره زمونږ د اړیکو بنسټیز ټکي دي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې له اسلامي امارت سره د اړيکو د عادي کېدا شرط د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی دی.
پاټیل دا هم ویلي، چې امریکا له اسلامي امارت او په بهر کې له افغانانو سره خپلې اړیکې روانې ساتي؛ خو ترڅنګ یې پر اسلامي امارت فشار ته دوام ورکوو، چې خپل تبعیضي سیاستونه بدل کړي.
له دې مخکې د امریکا غږ ټلویزیون انګلیسي برخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه سند له مخې راپور ورکړی و، چې امریکا په افغانستان کې د اسلامي امارت له پېژندلو پرته د خپلې کونسلګرۍ د بیا پرانستلو په اړه غور کوي.
اسلامي امارت په افغانستان کې بشري حقونه د شریعت په رڼا کې تامین شوي بولي او څرګندوي؛ د افغانستان له داخلي مسایلو سره د هېوادونو تعامل د منلو وړ نهدی او تینګار کوي، چې اسلامي امارت له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل ته لیواله دی.