تازه خبرونه

اوسمهال  ۱۹ زره ښوونیز بنسټونه شاوخوا لس میلیون زدکوونکي لري – د پوهنې وزارت

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۶, ۱۴۰۱

د پوهنې وزارت چارواکو د سې شنبې پر ورځ (د زمري ۲۵ ) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې هېوادوالو ته د حکومت د یو کلن مزل د لاسته راوړنو او حساب وړاندې کولو په اړه یوه خبري غونډه تر سره کړه.

د پوهنې وزارت د اسلامي زدکړو مرستیال کرامت الله په دغه کنفرانس کې ویلي: اوسمهال په ټول هېواد کې ۱۹ زره دولتي او خصوصي تعلیمي او تحصیلي موسسې، چې څه باندې لس میلیون زدکوونکي لري؛ د ۹۲ زره ښځینه ښوونکیو په ګډون ۲۴۲ زره ښوونکي تدریس کوي.

د چارواكو د څرګندونو له مخې؛ په تېر يو كال كې د ښوونځيو او مدرسو د دولسم ټولګيو فارغانو ته ۱۴۲ زره سندونه وېشل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ابهام د له منځه وړلو او د خیالي ارقامو د لرې کولو په موخه په تېر کال کې د ښوونکیو، زدکوونکیو او ښوونځیو بشپړ شمېر راټولې شوې دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال لس میلیون و یو سلو یو څلوېښت  ۱۰۱۴۷۰۲۴ زدکوونکي زده کړې کوي؛ شپږ میلیون و دوه سوه دري څلوښت زره اته سوه نهه ۶۲۴۳۸۰۹ یې نرینه او درې میلیون نهه سوه درې زره دوه سوه پېنځلس ۳۹۰۳۲۱۵ نور ښځینه زدکوونکي زدکړې کوي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، په تېر یوه کال کې د دولسم او څوارلسم ټولګیو د زدکړیالانو یا محصلینو تحصیلي اسناد ارزول شوي او تر دې دمه شاوخوا ۴۰۰ زره زدکړیالانو د آزموینې لپاره نوم لیکنه کړې ده.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د شته اړتیاوو د پوره کولو او ستراتیژیکو موخو ته د رسېدو لپاره د دغه وزارت تشکيلات تعدیل شوي او د دغه وزارت تشکیل له څلور مرستیالانو او ۶۷ ریاستونو سره ۲۹۰ زره بستونه لري.

د دغه وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې شاوخوا ۱۶ زره خالي بستونه اعلان ته سپارل شوي، چې له مخې یې وړ کسان پر دندو ګومارل شوي دي. په همدې ډول به لس زره نور تش بستونه اعلان شي.

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، چې په تېر یوه کال کې د یونیسف پر مالي مرسته ۳۷ میلیون درسي کتابونه چاپ او وېشل شوي او دغه وزارت د «UNHCR» له دفتر سره په همغږۍ په پام کې لري، چې ۲۰ زره خیمې ووېشي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه کار وروستی شوی ندی؛ خو هڅه کوي، چې دغه پلان وروستی شي.

د پوهنې وزارت د څرنګوالي د خوندیتوب مشر عبدالخالق صادق وايي: د ښوونځیو بیا پرانیستل هغه مسله ده، چې د پوهنې وزارت ټول چارواکي ورته ژمن دي؛ خو دغه تړل یو ځنډ دی او د ښوونځیو د پرانستلو طرحه به هم بشپړه شي.

خلک د نجونو د ښوونځیو تړل یو ناورین ګڼي او وايي، چې افغانستان تل د جهل او بې سوادۍ قرباني شوی او اسلامي امارت باید په هره ممکنه طریقه د نرینه او ښځو لپاره د تعلیم زمینه برابره کړي؛ که هغه دیني علوم دي او که عصري علوم.

Trending

Exit mobile version