تازه خبرونه

اوسني افغان واکمن د پاکستان له مخالفو عناصرو سره همکاري نلري – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۹, ۱۴۰۰)

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار ويلي؛ د افغانستان اوسني حکومت د پاکستان د کمزوري کولو لپاره کوم ګام ندی اخیستی او افغان واکمن له پاکستاني ضد عناصرو سره همکاري نکوي.

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په ډاګه کړې؛ ترهګري اوس هم د پاکستان، افغانستان او د سیمې د هېوادونو امنیت ته ګواښ دی، چې باید په ګډه ورسره مبارزه وشي.

معید یوسف وایي: هغه څه، چې ما له پخواني رژیم زده کړل هغه دا دي؛ د نوي افغان حکومت لخوا د پاکستان د حکومت د کمزوري کولو او د پاکستان له اپوزیسیون سره د هیڅ ډول ښکېلتیا لپاره قصدي هڅه نده شوې، خو اوس هم ترهګري شتون لري او مونږ باید دا ګواښ له منځه یوسو او دا د نه منلو وړ نده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم یوې رسنۍ ته د خبرو پر مهال ویلي؛ اوس د دې وخت دی، چې افغانستان، پاکستان او چین له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړي.

نوموړی زیاتوي: مونږ باور لرو، چې اوس د دې وخت دی چې درې واړه هېوادونه متحد شي او له افراطیت څخه پاک راتلونکي ته لار ومومي. د دې پدیدې پروړاندې په ګډه کار وکړي، چې د سیمې امنیت نور ونه ګواښل شي.

حامد کرزي د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په ټول هېواد کې د امنیت د خونديتوب ستاینه وکړه؛ خو د بېوزلۍ او بې روزګارۍ په ډېرېدو یې خواشیني څرګنده کړه، چې له کبله یې ځوانان له افغانستان وتلو ته اړ شوي دي.

هغه دا وایي: تر هغه ځایه، چې وضعیت پورې اړه لري؛ نسبي سوله ده، خو له بده مرغه بېکاري او بېوزلي د دې لامل شوې، چې زرګونه کسان له افغانستان وتښتي. اوس هم په بانکي سیستم کې محدودیتونه شته؛ خو د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د افغانستان اصلاحاتو ته اړتیا ده.

اسلامي امارت په وار وار ویلي؛ اجازه به ور نکړي، چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ شي او ډاډ یې ورکړی، چې د داعش په ګډون له نړیوالو ترهګرو سره به مبارزه کوي او اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

Trending

Exit mobile version