تازه خبرونه

اوسني پرمختگونه د نړيوالو سرتېرو د قربانيو پايله ده- سمر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان په جگړه كې پر امريكا د افغان ولسمشر حامد كرزي وروستيو بې دريغه نيوكو بېلا بېل غبرگونونه را پارولي دي.

ولسمشر ويلي، چې افغانان په پردۍ جگړه كې وژل شوي او امريكا د خپلو گټو لپاره افغانستان ته راغلې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون رييسه سيما سمر وايي، چې:

په افغانستان كې د نړيوالو سرتېرو قربانيو په دغه هېواد كې پرمختگونو ته لار اواره كړې ده.

آغلې سيما سمر د ولسمشر كرزي بيځايه نيوكې بيځايه بولي او وايي، چې:

ولسمشر په داسې وخت كې پر امريكا نيوكې كوي، چې كاري دوره يې پاى ته رسيدونكې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رييسه وايي، چې د قانون كمزوې واكمني لامل شوې، چې بشري حقونه له ننگونو سره مخ شي.

دې پر ولسمشر غږ وكړ، چې له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك كړي.

افغان ولسمشر حامد كرزي له واشنگتن پوست ورځپاڼې سره په خپله مركه كې د امريكا له حكومته سخت سرټكولى او ويلي يې دي، چې:

د امريكا خلكو ته سلام او حكومت ته غضب او غصه ورسوئ.

د آتغلې سيما سمر په وينا، په تېرو څه باندې دولس كلونو كې د بشري حقونو په برخه كې شوي پرمختگونه د نړيوالو سرتېرو د قربانيو پايله ده.

Trending

Exit mobile version