تازه خبرونه

د صكوكو مطبعې د ودانۍ جوړو هوكړه لاسليك شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د آلمان پراختیایي اداره د افغانستان د صکوکو د مطبعې ودانۍ د جوړلو په موخه مالي او تخنیکي مرستي کوي.

د ماليې وزارت مرستیال عبدلرزاق وحیدي وایي، چې:

مالیې وزارت د یادي مطبعي د نوې ودانۍ د جوړیدو د تخنیکي مرستو یو هوکړه د آلمان له هېواد له پراختیايي ادارې سره لاسلیک کړ.

د ماليې وزارت مرستیال په دې اړه د یو هوکړه لیک د لاسلیک کیدو په مهال وویل، چې:

دا مهال کوم اسناد په یادې مطبعه کې چاپیږي په نړیوالو معیارونو برابر ندي او د جعل امکان یې شته.

په افغانستان کي د آلمان د پراختیايي اداري یا جي ټي زیت مسوول ولف پلیزما وویل، چي تر هغو به له یادي مطبعي سره مرسته کيږي، چې پخپلو پښو ودریږي.

نوموړى ټينگار کوي، چي د نوموړي هېواد مرستې به له افغانستان سره دوام ومومي.

صکوک یوازنۍ دولتي مطبعه ده، چي تول اسناد لکه د افغانستان ویزه، جواز سیر او د موټر چلوني لیسنس په کي چاپیږي.

ویل کیږي، چې د صکوکو مطبعي نوې وداني به تر ۲۰۱۶م کال جوړه او گټې اخيستنې ته وسپارل شي او په یاده مطبعه کې به ۳۰۰ نوي کارکوونکي هم په دندو وگمارل شي.

< ![endif]–>

Trending

Exit mobile version