تازه خبرونه

اوسنی جوړېدونکی افغان حکومت لنډمهال دې؛ خپلمنځي خبرو وروسته به نوې حکومت جوړ شي

Published

on

(Last Updated On: وری ۶, ۱۳۹۹)

افغانستان کې یو امریکایي دیپلومات وایي، اوسنی جوړېدونکی حکومت به لنډمهال وي، ځکه د افغانانو له خپلمنځي خبرو وروسته یو نوی حکومت جوړیږي. د ده په وینا، واک ته رسېدلې اوسنۍ ډلې کوچنۍ ده، اوسني مشران د موازي حکومتونو په جوړولو سره له اور سره لوبې کوي، ځکه په دې کار له یوې خوا امنیتي ځواکونه کمزوري کوي، او بلخوا طالبان ځواکمنوي.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ له ټاکنو وروسته، ښایي چې د امریکا زغم پای ته رسیدلې وي، ځکه د امریکا لخوا له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستو تر بندېدو وروسته، یو امریکایي دیپلومات ارګ او سپیدار کې چارواکو ته خبرداری ورکوي چې اوسنی حکومت به ډېر دوام ونه کړي.

دغه امریکایي ډیپلومات داسې ویلي: “زه ډاډه یم چې یو ټول منلی پلاوی جوړیږي، ځکه د دې پلاوي له جوړېدو پرته ستونزه نه حل کیږي. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ هوکړه لیک باید داسې وي چې د پخواني او اوسني افغانستان اړینو عناصرو ته د منلو وړ وي، او ډېره مهمه ده چې پلاوی ټول منلی وي. د بندیانو کوم نوملړ چې مونږ ته را رسېدلی، مونږ طالبانو ته لیږدولی، په همدې ډول کوم نوملړ چې د طالبانو لخوا مونږ ته راکړل شوی، حکومت ته مو لیږدولی دی. دا یو مثبت ګام دی او مونږ د پرمختګ په حال کې یوو.”

یاد امریکایي دیپلومات د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو وړ بولي، خو د طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتېدو دلیل د دې  ډلې د بندیانو نه خلاصون بولي. دی ټینګار کوي چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره باید یو ټول منلی پلاوی جوړ شي، څو د ده په ټکو افغانستان د سوریې په برخلیک وانوړي.

هغه زیاتوي: “یواځې دا دوه وړې ډلې دي، چې دا ستونزه یې جوړه کړې ده. ارزښت نه لري چې د څوکۍ پر سر دا ډول ناندرۍ وي، دا لنډمهاله ده. که خدای غوښتي وي، د سولې مساله پر مخ ولاړه شي، آیا په دې ارزي چې د څوکۍ په خاطر هغه هم د یوه لنډ وخت لپاره، افغانستان ته دومره خطرونه پېښ شي؟ د امریکا د بهرنیو چار وزارت غبرګون  یواځې د دې دوو کسانو د خبرولو په خاطر دې، د هغوي د کړنو د خطرونو او د امریکا د نه رضایت په هکله.”

دغه دیپلومات وایي، د بندیانو نوملړونه د دواړو خواوو تر منځ تبادله شوي، او هیله من دی چې د بندیانو د خلاصون لړۍ ژر پیل شي. دی ټینګار کوي چې د ارګ او سپیدار وروستیو ناندریو امریکا پر دوي بې باوره کړې ده، او په خبره یې، امریکا اوس خپلې پروژې او پروګرامونه څېړي چې آیا په افغانستان کې یې تطبیق کړي او که نه؟ خو دی وایی، د افغان ځواکونو تجهیز او ور سره مرسته به دوام وکړي.

Trending

Exit mobile version