سیمه ییز خبرونه
اوس د افغانانو د وحدت وخت دی او مجاهدین باید فاصلې ختمې کړي – سراج الدین حقاني
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د ۲۰۳ منصوري قول اردو په دوهیمه پلې لوا کې د سیمهییزو چارواکو تر څنګ د پکتیکا د کتواز سیمې له یو شمېر قومي مشرانو، سپینږیرو او ځوانانو سره وکتل.
سراج الدین حقاني د کټواز مجاهدینو ته په خپلو یو شمېر سپارښتنو کې ویلي؛ منم، چې تاسې په جهاد کې سختۍ ګاللي دي. هغه مجاهدین، چې اوس یې د خدمت موقع نهده تر لاسه کړې؛ له بې صبرۍ دې ځان وساتي؛ ځکه د افغانانو د وحدت وخت دی او مجاهدین باید فاصلې ختمې کړي او پر شرايطو برابرو کسانو ته د خدمت زمینه مساعده کړي.
د سراج الدین حقاني د څرګندونو له مخې؛ د هېواد له ازادۍ وروسته د ابادۍ هوډ پیاوړی دی او د خدای او ولس په مرسته به پهدې هدف کې هم بري ته رسېږو.
نوموړي د نظام د پايښت لپاره د عالمانو او مسلکي کسانو لارښوونې او مشورې مهمې وبللې، چې له هره اړخه پر ځان بسیا او معتدل نظام ثابت شي.
هغه دا ډاډ هم وړاندې کړ، چې: خادم حاکم، د نظام مثبته استازولي کوي؛ ښه خدمت د نظام د نیکنامۍ او کامیابۍ سبب کېږي. همدارنګه د مغرورو او کمزورو مسوولانو ناکامي د نظام ناکامي انګېرل کېږي.
په دې ناسته کې د منصوري قول اردو دوهییمې پلې لوا قومندان جنرال وثیق له حکومتي مسوولانو او ولسي وګړیو سره دغسې ليدنې مهمې او ارزښتناکې و بللې، چې د نظام د ثبات او پياوړتيا په برخه کې ځانګړی ځای لري. د خوښۍ ځای دی، چې د نظامي ځواکونو د مشرتابه له لوري اوسمهال د شپنيو عملياتو پر ځای، له ولس سره پر خواخوږۍ او نیک چلند ټينګار کېږي.
دغه راز د ګټواز سيمې يو تن قومي مشر ولد شاه دې ناستې ته په وينا کې څرګنده کړې: اسلامي امارت د افغان ولس ارمان و، چې د مجاهدينو پر سرښندنه راغی.
هغه د خپلې سیمې د خلکو همکاري یاده کړه او بیا یې ولسي ځينې ستونزې هم وړاندې کړې.