سیمه ییز خبرونه

اوس د دې وخت را رسېدلى، چې د ژمنو پرځاى عملي ګامونه پورته شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان حكومت به له دې وروسته د ترهګرۍ پروړاندې مبارزې او سرحدي ستونزو په برخه كې د پاكستان د همكارۍ د څرنګوالي په اړه خبرې نه كوي. د بهرنيو چارو وزارت چارواكي وايي، اوس د دې وخت را رسېدلى، چې د ژمنو پرځاى عملي ګامونه پورته شي.

د ډيورنډ كرښې په اوږدو كې د پوځي تاسيساتو جوړول، توغنديز بريدونه، د هغه طالب مشرانو بندي كول، چې د سولې له شورا سره خبرو ته چمتو شوي او ترانزيتي ستونزې په تېرو څو كلونو كې د كابل عمده اندېښنې وې، چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ اړيكي يې كړكېچنې كړې دي.

له دې اندېښنو وروسته  په بروكسل كې درې اړخيزه ناسته جوړه شوه، چې پاكستان په افغانستان كې د سولې له بهير سره همكارۍ ته  قانع كړي، خو ظاهرا بې پاېلې پاى ته ورسېده.

په همدې وخت كې افغان ولسمشر حامد كرزي په يوه ليك كې له بارك اوباما غوښتي، چې له سرحدي سيمو څخه د پاكستاني ځواكونو د وتلو زمينه برابره كړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له پاكستان څخه غوښتي، چې په خپلو ژمنو عمل وكړي.

تر دې مخكې پاكستاني چارواكو ويلي، چې د ډيورنډ كرښې په اوږدو كې د پوځي ودانيو او دروازې موضوع حل شوې، خو افغان چارواكي دا څرګندونې ردوي.

Trending

Exit mobile version