سیمه ییز خبرونه
اوس د دې وخت را رسېدلى، چې پاكستان خپلې ژمنې عملي كړي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سولې خبرو ته د طالبانو د چمتو كولو او په كابل كې د عالمانو د ناستې د جوړولو په اړه د پاكستان د مثبت ځواب لار څاري.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، افغان دولت د سولې خبرو ته د طالبانو په كينولو او په كابل كې د اسلامي عالمانو د كنفرانس د جوړېدو په اړه د پاكستان د مثبت ځواب غوښـتونكى دى.
د افغانستان د ملي امنيت شورا په قطر كې د سولې پروسې د پېل لپاره يوه طرحه چمتو كړې، چې د طالبانو استازي د هغه پربنسټ له افغان حكومت سره خبرې پېل كړي.
خو افغانستان تر اوسه د دې طرحې په اړه د قطر له حكومت سره وروستۍ هوكړې ته ندى رسېدلي.
د افغانستان د دفاع وزير له پاكستاني چارواكو سره د خبرو په موخه په دغه هېواد كې دى.
د رپوټونوله مخې د پاكستان د دفاع وزير نويد قمر ژمنه كړې، چې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه كې به له افغانستان سره همكاري وكړي.
خو په كابل كې د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي تر اوسه هم د ترهگرۍ په وړاندې په گډه مبارزه كې د پاكستان د ژمنو په عملي كولو ټينگار كوي.
افغان ولسمشر حامد كرزي يوه ورځ وړاندې يو شمېر بهرني هېوادونه د افغانستان د سولې په پروسه كې د توطيو په جوړولو تورن كړل او ټينگار يې وكړ، چې د سولې خبرې بايد يوازې د طالبانو او سولې د شورا ترمنځ ترسره شي نه د بل هېواد او يا بنسټ سره.