نړۍ
اولاف شولز د آلمان د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه
(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۴۰۰)
د جرمني پارلمان نن (چارشنبه د لیندۍ ۱۷) اولاف شولز ته رایې ورکړې او د نوي لومړي وزیر په توګه ومنل شو.
شولز د انګېلا مېرکل ځایناستی شو، چې له ۱۶ کلونو وروسته له دندې ګوښه شوې ده.
۶۳ کلن شولز نن له غرمې وروسته د آلمان د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
هغه د پارلمان ۳۹۵ موافقې او ۳۰۳ مخالفې رایې ترلاسه کړې.
اولاف شولز له دې مخکې د مېرکل په کابینه کې د مالیې د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.