کوید۱۹
اومیکرون د چټکې خپرېدا په حال کې دی – د روغتیا نړیواله ټولنه
د روغتیا نړیوالې ټولنې سرمنشي تډروس اډهانوم د سې شنبې پر ورځ د لیندۍ ۳۰ په یوه خبري کنفرانس کې د اومیکرون د چټکې خپرېدا او پرې د هغو خلکو له اخته کېدو خبرداری ورکړ، چې واکسین شوي او یا یې کرونا تېره کړې ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د دې ټولنې یوه جګپوړې غړې سومیا سوامیناټان ویلي: له لومړنیو شواهدو څخه دې پایلې ته رسیدل ناسم کار دی، چې اومیکرون د کرونا پر پرتله نرم وګڼل شي.
هغې زیاته کړې: د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې ډېریږي او ټول روغتیایي سیسټمونه یو ځل بیا تر فشار لاندې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې دې مخکښې ډاکټرې څرګنده کړې: نوی فشار توانیدلی، چې د معافیت سیسټم ځینې غبرګونونه ودروي؛ ځکه، نو لومړی هغه خلک نیسي، چې د معافیت سیسټم یې کمزوری وي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې سرمنشي هم خبریالانو ته ویلي: اوس روښانه شواهد شته، چې اومیکرون د کرونا پر پرتله خورا چټکه وده کوي.
اډهانوم زیاته کړې: هغه خلک، چې د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین شوي یا په دې وروستیو کې له ناروغۍ روغ شوي؛ پر اومیکرون یې هم د اخته کېدو شونتیا ډېره ده.
د نړۍ د روغتیایي چارواکو نظرونه په حقیقت کې د لندن د امپیریل کالج د تېرې اونۍ د یوې نوې څېړنې موندنه ښیي او خبرداری ورکوي، چې د کوویډ -۱۹ له بیا رغېدو وروسته د بیا تکرار اخته کېدو خطر پېنځه چنده ډېر وي او هیڅ نښه یې لیدل شوې نده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د نومبر پر ۲۶ اومیکرون د کرونا ویرس پېنځمه؛ خو خورا رنځوونکې بڼه اعلان کړه. دا نوې بڼه، چې لومړی په سویلي آفریقا کې وپېژندل شوه، په ډېرو هېوادونو کې یې اندېښنې راپارولي هم دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د ناروغۍ دا بڼه له ۸۹ څخه په ډېرو هېوادونو کې پېژندل شوې ده.