تازه خبرونه
اووه خطرناک طالب بندیان قطر ته لیږدول کیږي – راپور
رویترز په ډاګه کړې، چې افغانستان د طالبانو اووه “خطرناک” بندیان قطر ته لیږدوي.
دغې خبري سرچینې د افغان او طالب چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دغو بندیانو، چې بهرني سرتېري وژلي د حکومت د غوښتنو خلاف خوشې کیږي.
اړوند چارواکو رویترز ته ویلي، چې دغه اووه طالب بندیان دوحې ته لیږدول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغو ۳۲۰ طالب بندیانو برخلیک اوس هم پوره معلوم ندی.
آسترالیا او فرانسې له امریکا او افغان حکومت غوښتي وه، چې دغه بندیان خوشې نه کړي.
حکومت په روانه اوونۍ کې پرته له اووه بندیانو، چې خطرناک یاد شوي د نورو ټولو د خوشې کولو بهیر پیل خوشې شوي دي.
