تازه خبرونه
اووه سترو صنعتي هېوادونو له افغانستان څخه د ملاتړ اعلان کړی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د اووه سترو صنعتي هېوادونومشرانو تېره ورځ په خپله سرمشریزه کې د افغانستان د حکومت ملاتړ په داسي حال کې اعلان کړ، چې دا حکومت د تروریزم پر ضد جګړې او همداراز اصلاحاتو ته دوام ورکوي.
د امریکا، بریتانیا، ایتالیا، فرانسې، جرمني، کانادا او جاپان مشرانو په هیروشیما کې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل، چې د افغانستان امنیت او ثبات ته پر ورپېښ ګواښ اندېښمن دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ ویلي وه؛ داسي ښکاري، چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته په راتلونکي لنډ وخت کې حاضر نشي.
ده دا خبره د اووه سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې یوه ورځ وروسته له دې وکړه،چې طالبانو ملا هبت الله اخوندزاده د خپل نوي مشر په توګه وګوماره.