تازه خبرونه
اوږدمهاله اوربند به د خپلمنځی خبرو د اجنډا په سر کې وی – عبدالله
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ویلي؛ اوږد مهال اوربند به له طالبانو سره د خپلمنځي خبرو د اجنډا ارزښتمنه برخه وي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي: لومړنۍ موضوع، چې ټاکل شوې بحث پرې وشي؛ اوږد مهاله او باثبات اوربند، چې د دواړو لوریو تر منځ باور جوړولو او خبرو ته به ښه زمینه برابره کړي. د افغانستان خلک د باعزته سولې غوښتوونکي دي، چې باید ژر تر لاسه شي.
نوموړي له العربیه تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې دې پوښتنې ته، چې اساسي قانون د تعدیل وړ دی؟ وویل، چې خپله له مشروع لارو او غوره شویو تګلارو پر بنسټ د اساسي قانون تعدیل غواړي.
My interview with Al Arabiya English @AlArabiya_Enghttps://t.co/2DJH6JNlE5
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) September 4, 2020
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر وایي: اساسي قانون ته په پاملرنه د اړتیا په صورت کې د اساسي قانون د تعدیل لپاره لار او میکانیزم شتون لري. د لویې جرګې په پرېکړه لیک کې هم ترې یادونه شوې؛ که د اساسي قانون تعدیل ته اړتیا وه، مونږ باید تعریف شوي میکانیزم ته په پاملرنه ورته چمتو واوسو.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی به راتلوونکې اوونۍ له طالبانو سره خبرو ته کیني.
د حکومت د مرکچي پلاوي فوزیه کوفي، چې څه موده مخکې تر وسلوال برید لاندې راغلې وه هم له العربیه تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې د ښځو پر معنا لرونکي رول تینګار کړی دی.
میرمن کوفي وایي: ښځې د تېرو څلور لسیزو جګړو برخه نه وې؛ خو غواړي، چې د سولې برخه وي؛ ځکه مونږ باور لرو، چې له ښځو پرته تلپاتې سوله ناشونې ده. سوله عدالت سره تر لاسه کیږي؛ نو، ځکه ښځې د هېواد پېنځه پنځوس سلنه نفوس په توګه باید د خبرو اترو یوه برخه وي.
دغه راز په افغانستان کې د یوناما مشرې دیبرا لاینز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې ته ویلي، چې د جګړې په ډګرونو کې د تاوتریخوالي کچه اوس هم ډېره لوړه ده.
میرمن ديبرا د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د تاوتريخوالي کچه راټيټه او د خبرو لپاره بشردوستانه اوربند وکړي.
هغې څرګنده کړې؛ له څلور لسیزو جګړو وروسته، د افغانستان خلک تر بل هر وخت سولې ته ډېر هیله من دي او غواړي دا ویجاړوونکې جګړه پای ته ورسیږي.
ویل کیږي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو د پرانیستې پر مهال به د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د پاکستان لومړی وزیر او د زیاترو هېوادونو او سازمانونو استازي به په دې ناسته کې ودیوي حضور ولري.