نړۍ

اوکراین اروپا ته د ۱.۵ میلیارد یورو پر ارزښت د برښنا صادرول غواړي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۹, ۱۴۰۱)

د اوکراین د انرژۍ وزارت سلاکار ویلي؛ کیف هیله لري، چې د کال تر پایه اروپا ته د برښنا له صادراتو څخه ۱.۵ میلیارد یورو ترلاسه کړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې د اړکراین د انرزۍ وزارت سلاکار لانا زرکال ویلي: اروپا ته د انرژۍ  صادرولو د حق له ترلاسه کولو وروسته به دوی په راتلونکي کې ډیر عاید ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې: اوکراین رومانیا، هنګري، سلواکیا او پولنډ ته د برښنا د صادرولو لپاره چمتو ده.

د اوکراین د برښنا د لیږد سیسټم چلونکي څرګنده کړې، چې کیف د مارچ په میاشت کې د اروپا د انرژۍ له سیسټم سره د یوځای کیدو غوښتنه وکړه او د سې شنبې پر ورځ یې اروپا ته د انرژۍ صادرولو حق ترلاسه کړ.

اوکراین په ټوله کې څلور اټومي بټۍ لري، چې ټول ۱۵ ریکټورونو لري او د هېواد نږدې ۵۴ سلنه برښنا تولیدوي.

له اټومي انرژۍ وروسته سکاره د دې هېواد د برښنا ترټولو لویه سرچینه ده، چې د ډبرو سکرو ډېرې  کارخونې یې د ډونباس په سیمه کې دي، چې له ۲۰۱۴ کال راپدیخوا په کې روس پلوه بیلتون غوښتونکي له اوکرایني ځواکونو سره جګړه کوي، چې اوس پرې د روسیې پوځ واکمن دی.

په وروستیو کلونو کې اوکراین داسې ګامونه پورته کړي، چې د شوروي د دورې د انرژۍ له شبکې څخه، چې له روسیې او بیلاروس سره نښلول شوې؛ ځان خلاص کړي او پرځای یې، ځان د خپلو لویدیځو ګاونډ هېوادونو له ګډې شبکې سره ونښلوي.

Trending

Exit mobile version