نړۍ
اوکراین او روسیه به له اوربند وروسته خبرې وکړي – زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر په یوه لنډه وینا کې خبریالانو ته دا هم ویلي، چې د چارشنبې پر ورځ به اوکرایني پلاوی په لندن کې د لویدیځو هېوادونو له چارواکو سره پر بشپړ یا جزوي اوربند بحث او خبرې وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې: د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د سېشنبې پر ورځ ویلي؛ هېواد یې له روسیې سره د هرې بڼې خبرو ته چمتووالی لري، خو که د اوربند تړون لاسلیک او جګړه ودرول شي.
د اوکراین ولسمشر په یوه لنډه وینا کې خبریالانو ته دا هم ویلي، چې د چارشنبې پر ورځ به اوکرایني پلاوی په لندن کې د لویدیځو هېوادونو له چارواکو سره پر بشپړ یا جزوي اوربند بحث او خبرې وکړي.
زیلینسکي د ولسمشرۍ په دفتر کې دا هم ویلي: “مونږ چمتو یووثبت کړو، چې له اوربند وروسته په هره بڼه خلرو کې کښینو؛ خو، چې نهوي.”
هغه ګواښ وکړ؛ “دا به ناشونې وي، چې په هرڅه ژر هوکړه وشي.” هغه د سیمې، امنیتي تضمینونو او د ناټو په پوځي اتحاد کې د اوکراین غړیتوب ته ورته نورو پیچلو مسلو ته نغوته( اشاره) وکړه.
هغه ویلي، چې اوکراین به پر کریمیه ټاپووزمې د مسکو قانوني کنټرول د کومې معاملې د یوې برخې په توګه ونهپېژني؛ ځکه، چې دا ډول اقدام به د اوکراین د اساسي قانون خلاف وي.
روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیه ونیوله او وروسته یې له ځان سره یوځای کړه.
هغه زیاته کړې: اوکراین به د روسیې تر اشغال لاندې د زاپوریزیا پراخې اټومي بټۍ لپاره له امریکا سره ملګرتیا کوي.
هغه زیاته کړې، چې د واشنګټن لخوا پدې اړه کوم رسمي وړاندیز ندی شوی.
په دې راپور کې راغلي: ټاکل شوې، چې په لندن کې به د امریکا، انګلستان، فرانسې، جرمني او اوکراین چارواکي د امریکا پر مشرۍ د ډیپلوماټیکو هڅو په بهیر کې ترسره کیږي، چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې پای ته رسولو لپاره لار ومومي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سېشنبې پر ورځ ویلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به په لندن کې د دې خبرو اترو ګډونوال نهوي او اوکراین ته د واشنګټن استازی جنرال کیټ کلوګ به د ناستې برخوال وي.
زیلینسکي ویلي؛ اوکراین به په روانه اوونۍ کې خپل ډیپلوماټیکې اړیکې زیات کړي او هغه به د سویلي افریقا له ولسمشر سیریل رامافوسا او همدارنګه د اسپانیا، پولینډ او چک جمهوریت له مشرانو سره وګوري.