نړۍ
اوکراین باید پر رښتیاوو د پوهېدو لپاره له پوتین سره خبرې وکړي – زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې پر ورځ د غبرګولي ۶ / د می ۲۷ څرګنده کړې، چې اوکراین د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرو ته لیواله ندی؛ خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره دا کار اړین دی.
زیلینسکي وایي؛ واقعیتونه ښيي، چې د روسیې له مشر سره د خبرو لپاره یو څه شته. زه تاسې ته نه وایم، چې خلک مو له هغه سره خبرو کولو ته لیواله دي؛ خو مونږ باید له هغه واقعیتونو سره مخ شو، چې مونږ په کې اوسیږو.
هغه وایي: مونږ له دې ناستې څه غواړو… مونږ خپل ژوند بېرته غواړو… مونږ غواړو، چې په خپله خاوره کې د يوه خپلواک هېواد ژوند بېرته ترلاسه کړو.
هغه زياته کړې، چې روسيه تر اوسه د سولې جدي خبرو ته چمتو نه ښکاري.