نړۍ
اوکراین د زیلینسکي او پوتین د مستقیمو خبرو غوښتونکی دی
اوکرایني چارواکو ویلي، چې اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د روسیې د ولسمشر لادیمیر پوتین ترمنځ مستقیمې خبرې غواړي.
د اوکراین بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا په یوه ژوندۍ ټلویزیوني خپرونه کې څرګنده کړې: مونږ له ډېرې مودې راپدیخوا د اوکراین د ولسمشر او ولادیمیر پوتین ترمنځ د مستقیمو خبرو غوښتونکي یوو؛ ځکه دا هغه څوک دی، چې وروستۍ پرېکړې کوي. ان دمګړۍ هم.
ډیمیټروکولیبا زیاته کړې: زمونږ ولسمشر له پوتین سره د مستقیمې ناستې په ګډون له هیڅ شي نه ډاریږي. که پوتین هم نه وېریږي؛ پرېږدئ، چې ناستې ته راشي، کېني او خبرې وکړي.
ویل کیږي، چې تر دې دمه د روسیې او اوکراین د خبرو کوونکیو ډلو تر منځ درې پړاوه خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.