نړۍ
اوکراین د څارګرو الوتکو په تر ټولو لوی برید کې د روسیې پلازمېنه پر نښه کړه
اوکراین له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د تېلو پر تاسیساتو په ځانګړي توګه د روسیې په خاوره کې د دغه هېواد د چاڼخونو پر تاسیساتو د څارګرو الوتکو بریدونه کړي؛ خو په مسکو کې د څارګرو الوتکو برید یوه نادره پېښه ده.
د اوکراین پوځ د کورسک په سرحدي سیمه کې د روسیې خاورې ته له ننوتو څو اوونۍ وروسته دا دی د روسیې پر پلازمېنه مسکو یې د څارګرو الوتکو تر ټولو لوی برید تر سره کړ.
د روسيې دفاع وزارت ويلي؛ د چارشنبې پر ورځ ( د اسد یودېرشمه ) پر اوکراين د بريد پر مهال لږ تر لږه ۱۱ څارګرې الوتکې په مسکو کې ويشتل شوي دي.
اوکراین له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د تېلو پر تاسیساتو په ځانګړي توګه د روسیې په خاوره کې د دغه هېواد د چاڼخونو پر تاسیساتو د څارګرو الوتکو بریدونه کړي؛ خو په مسکو کې د څارګرو الوتکو برید یوه نادره پېښه ده.
د روسیې دفاع وزارت ويلي؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۴۵ اوکراینۍ څارګرې الوتکې ویشتې؛ د مسکو په شاوخوا کې ۱۱، په بریانڅک سیمه کې ۲۳، شپږ د بیلګراد په آسمان کې، درې په کالوګا کې او دوه نورې څارګرې الوتکې په کورڅک سیمه کې راغورځول شوي دي.
روسي چارواکي وايي، دغو بریدونو تر اوسه چا ته مرګ او ژوبله نده اړولې.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین هم ویلي، چې ځینې بې پیلوټه الوتکې د کریملین ماڼۍ سویل ته په ۳۸ کیلومټرۍ کې د مسکو سیمې په پودولڅک ښار کې ویشتل شوي دي: دا د پلازمېنې پر نښه کولو ترټولو پراخه هڅه وه؛ خو د مسکو هوایي سیسټمونو دا دفاع ممکنه کړه او د دښمن د ټولو څارګرو الوتکو بریدونه یې بریالي شنډ کړل.
روسي رسنیو د اوکراین د څارګرو الوتکو ناتائید شوي انځورونه خپاره کړي، چې د دې هېواد د الوتکې ضد سیسټم لهخوا ویجاړې شوي.
له دې برید وروسته د مسکو درې هوايي ډګرونو د څلورو ساعتونو لپاره الوتنې بندې کړې.
اوکراین له دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په مې کې پر مسکو د اته څارګرو الوتکو برید کړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترې د ډارولو او د روسیې د پارولو د یوې هڅې په توګه ورته نغوته کړې وه او ویلي یې ول، چې دا برید شنډ شو.
پر مسکو د کیف د څارګرو الوتکو بریدونه په داسې وخت کې تر سره کېږي، چې روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې پرمختګ کړی او د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راپدېخوا یې د دغه هېواد ۱۸ سلنه خاوره نیولې: خو له بلېخوا په کورڅک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو له پرمختګ سره مخ دي.
په کورڅک کې د اوکراین د پوځ برید له دوهیمې نړیوالې جګړې وروسته د روسیې پر خاوره تر ټولو لوی پوځي برید دی او د روسیې ۴۵۰ کیلومټر مربع خاوره یې نیولې ده.
د اوکراین پوځ هم په رستوف نه دنو کې د روسیې د اس- ۴۰۰ ډوله الوتکو ضد سیسټم د ویجاړولو اعلان کړی دی.
نړۍ
امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.
ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نهدي سپارلي.
نړۍ
ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بېوسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.
نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.
ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونهکړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
نړۍ
سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نهدي.
له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.
دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نهدی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
-
سوداگري4 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري2 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ3 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
روغتيا3 days agoد قابلو نړیواله ورځ؛ د م.م وګړو صندوق د میندو د ژغورنې لپاره د قابلو پر زیاتېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ1 day agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
