نړۍ
اوکراین له لویدیځو هېوادو د پوځي تجهیزاتو غوښتنه وکړه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون (شنبه د وري ۶ ) له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې اوکراین ته وسلې او پوځي تجهیزات ورکړي.
زیلینسکي له لویديځو هېوادونو وغوښتل، چې له روسيې ونه وېرېږي.
یو شمېر هېوادونو ژمنه کړې، چې اوکراین ته به د ټانک ضد او الوتکې ضد توغندي ولېږي؛ خو اوکراین د ټانک ضد، الوتکې ضد او بېړۍ ضد سیسټمونه غواړي.
د اوکراین ولسمشر په وار وار خبرداری ورکړی، چې که اوکراین سقوط وکړي؛ روسیه به پر نورو اروپايي هېوادونو هم یرغل وکړي.
د اوکراین د ولسمشر دفتر څرګنده کړې؛ زیلینسکي د پولنډ له ولسمشر سره هم خبرې کړې او پدې یې خواشیني ښودلې، چې د روسي جنګي الوتکې یې اوکراین ته لېږدولي ندي.
د زیلینسکي دفتر په ډاګه کړې: د الوتکو په لېږلو کې ځنډ زرګونه اوکراینیان له خطر سره مخ کوي.
د زیلینسکي د څرګندونو له مخې؛ امریکا او پولنډ ویلي، چې دوی به د الوتکو د لېږلو په اړه پرېکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایدن د تېرې جمعې پر ورځ د وري ۵ د ختیځې اروپا پولنډ هېواد ته په خپل سفر کې له امریکايي ځواکونو سره لیدلي دي.