تازه خبرونه
اوکراینۍ الوتکه د تېروتنې له مخې پر توغندي لګیدلې ـ ایران
ایراني خبري آژانسونو نن سهار د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیز له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې اوکرایني الوتکه پر الوتکې ضد توغندي ویشتل شوې ده.
د یادې اعلامیې له مخې؛ د توغندیزو بریدونو پر مهال په ټول هېواد کې د امریکا ترهګرو ځواکونو الوتکو الوتنې پیل کړې او پر ستراتیژیکو مرکزونو د بریدونو خبرتیاوې د هېواد رادارو وښودلې او دا حالت خورا ډېر حساس ښکاره شو او دا تېروتنه رامنځته شوه.
په داسې کړکېچن او حساس حالت کې، د اوکرایني شرکت ۷۵۲ ډوله الوتکې د امام خمیني له هوايي ډګره الوت کړی و او د سپاه یو ډېر حساس پوځي مرکز ته نږدې شوې وه، چې د دښمن د الوتکې په څېر ولیدل شوه او د انساني تېروتنې له کبله پر نښه شوې ده.
په دې الوتکه کې د یو سل و شپږ اویا کسانو تر منځ لس افغانان هم ناست ول.
د ایران ولسمشر هم د دې پېښې د څېړنې خبره کړې او دا یې یوه نه بښوونکې تېروتنه ګنلې ده.
له هغې وروسته، چې ایران د دې پېښې مسوولیت ومانه، ډېر غبرګونونه یې را وپارول؛ په لومړني غبرګون کې روسیې ویلي، باید ایران د اوکرایني الوتکې له غورځیدو درس واخلي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له هغې وروسته، چې ایران په تېروتنه د توغندي پر توغولو د اوکرایني الوتکې رانسکورول ومنل؛ نو د دې غمجنې پېښې د پوره څېړنې او تاوان ورکولو غوښتنه یې هم وکړه.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم ویلي؛ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت خپله خواشینۍ ښیي او د ایران حکومت هم هڅه کوي، چې د قربانیانو د کورنیو رضایت تر لاسه کړي.
له دې مخکې د کانادا، امریکا او بریتانیا په ګډون ډېرو هېوادونو ویلي وه، چې د الوتکې د رانسکورید لامل توغندیز برید دی؛ خو ایران هغه مهال رد کړې وه.
دا اوکرایني الوتکه د چارشنبې پر سهار د تهران د امام خمیني له هوایي ډګره له الوت څو شېبې وروسته رانسکوره شوې، چې په کې د ۱۰ افغانانو په ګډون ۱۷۶ مسافر وژل شوي دي.