تازه خبرونه

او آی سي په افغانستان کې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۷, ۱۳۹۹)

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي سکرتریت په نښتو کې له ټولو ښکېلو غاړیو یو ځل بیا وغوښتل، چې د دوحې د سولې په خبرو کې بریا ته پر رسیدو راوڅرخي.

دغه سازمان په افغانستان کې روان تاوتریخوالی په کلکه غندي او څرګندوي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو په ګډون خلکو ته ځاني زیانونه اړولي دي. دوی له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل؛ تاوتریخوالی دې کم کړي، ژر تر ژره دې اوربند اعلان کړي او خپلمنځي خبرو اترو ته لاره اواره کړي، چې په افغانستان کې ټولګډونه پخلاینه او تلپاتې سوله رامنځته شي.

د او آی سي عمومي منشي داکتر یوسف او الاثیمین د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړ او د مکې مکرمې د اعلامیې پر اهمیت یې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره د خبرو، پخلاینې او زغم غوښتنه کوي.

دغه راز دغه سازمان د اسلامي ارزښتونو تر چتر لاندې افغانانو ته د سولې، امنیت او پرمختګ ډاډ هم څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version