سیمه ییز خبرونه

ايراني چارواكي دې افغانان د محاكمې لپاره افغان دولت ته وسپاري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير داكتر زلمي رسول امريكا ته د سفر په ترڅ كې د ايران له بهرنيو چارو وزير سره د هغو افغان كډوالو د دوسيو د څېړلو او څرنگوالي په اړه خبرې كړي، چې په ايران كې يې جرم كړى وي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول له ايران څخه غوښتي، چې:

هغه افغانان د محاكمې له پاره  افغان دولت ته وسپاري، چې جرمونه يې واړه وي.

نوموړي ويلي، چې ايران په ځينو برخو كې موافقه كړې؛ خو په ځينو نورو كې جوړجاړي ته نه دي رسيدلي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف وايي، چې:

په ايران كې ميشت افغانان د هغې ټولنې برخه او د خلكو دوستان دي؛ نو د خپل هېواد د مجرمينو د محاكمې په برخه كې هم خپل ځانگړي قوانين لري.

د ايران د بهرنيو چارو وزير زياتوي، ايران له دېرش كلونو را پديخوا د افغان دوستانو كوربه و او هيڅكله يې افغان كډوال په پنډغالو كې نه دي ساتلي.

ايران په تېرو څو كلونو كې سلگونه افغان كډوال، چې په بېلابېلو جرمونو كې مجرم پېژندل شوي محاكمه او په اعدام محكوم كړي دي. په دې مجرمينو كې داسې كسان هم شته، چې له پوښتنې پرته په محاكمه شوي دي. كه څه هم افغان دولت د دغو كسانو د محاكمې د څرنگوالي په اړه  له ايران دولت سره ډېرې خبرې كړې؛ خو دې خبرو تراوسه مثبته پايله نه ده وركړې.

Trending

Exit mobile version