تازه خبرونه

ايران ته تښتول شوی ځوان د انسان تښتوونکیو له منګولو وژغول شو

Published

on

د کندهار ولایت امنيتي ځواکونو په سپين بولدک ولسوالۍ کې يو ځوان د سړي تښتوونکیو له منګولو ازاد کړ.

چارواکي وايي؛ تښتوونکیو د دغه تنکي ځوان د ځورونې ويديو رالېږلې او د هغه د خلاصون په بدل کې يې له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کوله.

د دغه ولایت امنیتي چارواکي ويلي: دغه تنکی ځوان د فراه ولایت اصلي اوسېدونکی دی، چې د سړي تښتوونکیو له‌خوا ایران ته تښتول شوی و او له کورنۍ یې پیسې غوښتې وې؛ خو کله، چې امنیتي ځواکونو په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړي تښتوونکیو ارتباطي کس ونیوه هغوی اړ شول، چې تښتول شوی عزت الله نومی ماشوم خوشې کړي.

د دغه ځوان پلار جمال الدين وايي، چې تښتوونکیو يې زوى ډېر ځورولی او د زوى د خلاصون په بدل کې يې سل ميليون ايراني تومان غوښتي وه؛ خو اوس خوښ دى، چې زوى يې بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د يادونې ده، چې مخکې هم د کندهار امنيتي ځواکونو د ښار له بېلابېلو ولايتونو څخه د سړي  تښتوونکیو له لوري تښتول شوي کسان آزاد او خپلو کورنيو ته سپارلي؛ خو دا لمړی ځل دي، چې له هېواد څخه بهر ملکونو ته تښتول شوی کس د امنيتي ځواکونو لخوا آزاد او خپلې کورنې ته سپارل کيږي.

Trending

Exit mobile version