تازه خبرونه
ايران له افغانستان سره پر پوله حايله سيمه جوړول غواړي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
افغانستان ته د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي ويلي؛ ايران له افغانستان سره پر پوله حايله سيمه جوړول غواړي، چې د داعش مخه ونيسي او د دې کار له پاره له طالبانو او جګړه مارانو سره يوځای کار کوي.
ايران تل طالبانو ته د يوه مستقيم تهديد په سترګه کتل؛ خو د راپورونو له مخې دغه هېواد اوس په خپله پاليسي کې د پام وړ بدلون راوستی دی.
افغانستان ته د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي فرانز مايکل میلبین فارن پاليسي مجلې ته ويلي، چې ايران غواړي له افغانستان سره پر پوله يوه حايله سيمه جوړه کړي او د اسلامي دولت سخت دريځو د مخنیوي له پاره يې له طالبانو سره نږدې روابط پيل کړي دي.